دقدس په اړه دامریکا فیصله باید ثبات له مینځه یونسی
-
صهیونیسټ رژیم تل دنړیوالې ټولنې غوښتنې ته له پام کولو پرته دصهیونیسټ میشته ښارګیو جوړولوته دوام ورکوي .
ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی «واسیلی نبنزیا »په فلسطین کښې کړکیچن حالت ته په اشارې سره دصهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو کښې د امریکا فیصله په سیمه کښې دثبات د له مینځه وړلو سبب وبلله .
هغه دفلسطین په اړه د ملګروملتونو دامنیت شورا په غونډې کښې وویل د امریکا لخوا داسرائیلو د پلازمینې په توګه د قدس په رسمیت پیژندلو ټول هیوادونه ناهیلی کړی او یوځل بیا یې احساسات داغی کړی او له مخکې څخه زیات یې ثبات له مینځه وړی دی .
په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمی استازی واسیلی نبنزیا وویل په اسرائیلو کښې دښارګی جوړولو دفعالیتونو زیاتیدا له مخکې څخه زیات په فلسطین کښې کړکیچن حالت ته لمن وهی او دښارګیو دجوړولو کار باید زر بند شی .
صهیونیسټ رژیم تل دنړیوالې ټولنې غوښتنې ته له پام کولو پرته دصهیونیسټ میشته ښارګیو جوړولوته دوام ورکوی او په دې زمینه کښې دامریکا له ملاتړونو برخور دی .
په ملګروملتونو کښې د روسیې استازی وویل ماسکو تل دفلسطین کډوالو ته مرستې استوی او دغو مرستو ته به دوام ورکړی .