ټرمپ له بشري حقونو سرغړونې کړې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i66119-ټرمپ_له_بشري_حقونو_سرغړونې_کړې_دي
د بشري حقونو لپاره کارکوونکې د بخښنې نړيوالې ادارې ويلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سياسي تګلاره د نفرتونو د خپرولو لامل او د بشري حقونو لپاره ګواښ ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2018 15:07 Asia/Kabul
  • ټرمپ له بشري حقونو سرغړونې کړې دي

د بشري حقونو لپاره کارکوونکې د بخښنې نړيوالې ادارې ويلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ سياسي تګلاره د نفرتونو د خپرولو لامل او د بشري حقونو لپاره ګواښ ده.

دغې ادارې ويلي، چې د ډونلډ ټرمپ تګلاره په امریکا کې دننه او له هېواده بهر د بشري حقونو په سرغړونه کې راځي.

د بخښنې نړيوال سازمان ډونلډ ټرمپ هم په هغه ډله کې داخل کړی، چې په کوم کې يې د مصر، روسيې، چين، فلپين او وينزويلا مشران شامل کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې د بخښنې نړیوال سازمان «امنيسټي انټرنېشنل» خپل کلنی رپورټ له واشنګټنه خپور کړی دی.

د بخښنې د نړيوال سازمان سرمنشي سليل شيټي ويلي، په دغسې يوه ستونزمن حالت کښې، چې د نړۍ په ډېرو برخو کې نفرت او وېره خپره ده، د ګوتو په شمار هېوادونه د بشري حقونو درناوی او ملاتړ کوي.

سليل شيټي د ډونلډ ټرمپ له لوري د شپږو مسلمانو هېوادونو پر اتباعو د کډوالۍ بنديزونه د مسلمانانو پر ضد څرګند نفرت او د بشري حقونو سپکاوی بللی دی.

د بخښنې د نړيوال سازمان له لوري په څلور سوو مخونو کې خپور شوي راپور کې د ۱۵۹ هېوادونو د بشري حقونو ارزونه شوې ده.

په دغه راپور کې د برما له مسلمانانو سره روان ظلمونه، په عراق، جنوبي سوډان، سوريې، يمن او نورو هېوادونو جنګي جرمونه څېړل شوي دي.

په دغه راپور کې په هغو نړيوالو ليډرانو نيوکه شوې، چې د بشري حقونو په اړه خلکو او رسنيو ته درواغ وايي او په لوی لاس ناسم خبرونه خپروي.