چین :د ایران پرضد یو اړخیزه بایکاټونه نه منو
د امریکا ولسمشر ټرمپ د می په اتمه نیټه د اسلامی ایران پرضد د چټی تورونو په تکرارولو سره له ایټمی موافقې د واشنګټن وتل او د ایټمی بایکاټونو ستنول اعلان کړل .
د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د چین د خارجه وزارت ویندوۍ میرمن هواچون یینګ ټینګار وکړ پکن په هیڅ وجه د ایران پرضد یو اړخیزه بایکاټونه نه منی . هغې همداراز جوته کړه چین به د ایټمی موافقې د ساتلو لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د می په اتمه نیټه د اسلامی ایران پرضد د چټی تورونو په تکرارولو سره له ایټمی موافقې د واشنګټن وتل او د ایټمی بایکاټونو ستنول اعلان کړل .
د امریکا دا اقدام له پراخو داخلی او نړیوالو غندنو سره مخامخ شو .
انګلستان ، فرانسې ، روسیې و چین ، جرمنی او اروپایی اتحادیې د ایټمی موافقې د لورو په توګه جوته کړی ده چی له دغې نړیوالې موافقې ملاتړ کوی .