د چنګاښ د نولسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اخبارِ صنعت ورځپاڼه ګورو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: د برجام اروپايي غړو له ایران سره د غیر ډالري تجارت پریکړه وکړه.
د خبر په دوام کښې راغلي چې د روسیې خارجه وزیر وویل: د فرانسې ، جرمنی، او برتانیې دولتونو بې ډالرو له ایران سره د تجارت له ساتلوسره موافقه کړې ده.
سرګئ لاوروف چې په ویانا کې د ایټمي موافقې د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په وروستۍ غونډه کې موجود و نن وویل چې دریو اروپایی هیوادونو بې له ډالرو له ایران سره د تجارت له ساتلو سره موافقه کړې ده.
لاوروف وویل: ټول په دې اړه دنظر اتفاق لري چې د امریکا بندیزونه بیخي غیر قانوني او د منلو وړ نه دي.
اروپایی اتحادیې هم د جامعې ایټمي موافقې د جمعې د ورځې د ګډ کمیسیون له غونډې وروسته په یوې بیانیې کې وویل چې د بانکي چینلونو ساتنه ، د تیلو او ګازو دصادراتو دوام او په ایران کې د مطلوبې پانګه ونې د فضا جوړول په لومړیتوب کې دي.
د ایران خارجه وزیر هم په دغه غونډه کې له ګډونه وروسته وویل: اسلامي ایران دا حق د ځان لپاره محفوظ ساتلی دی چې له ایټمي موافقې د امریکا د لویې او رسمي سرغړونې په وړاندې په دغه موافقې کې لحاظ شوې اقدامات وکړي خو د موافقې د نورو غړیو په غوښتنه یې دغه اقدامات ځنډولې دي چې د خپلو ګټو له تضمینه ډاډه شي.
اطلاعات:
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې نن په عربستان کښې د افغانستان په هکله د جوړیدونکې غونډې موضوع ته انعکاس ورکړی او په یو سرټکي کښې یې لیکلي دي: افغان پلاوی د سعودي په کانفرنس کې دګډون لپاره جدې ته تللی دی.
په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکي د علماوو نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغان علماوو پلاوى جدې ته روان شو.
د اسلامي ملګرتیا کانفرنس او د سعودي عربستان د حکومت په نوښت دغه غونډه نن د سعودي په جدې ښار کې پيل او دويمه ورځ يې د مکې مکرمې ښار کې ترسره کیدونکې ده.
د افغانستان د سولې عالي شورا يوې سرچينې د نوم نه اخیستو په شرط پرون افغان رسنیو ته وويل چې په دغه کنفرانس کې د افغانستان تر ٤٠ پورې علماوو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.
سرچينې زياته کړې چې څو تنه علماء د شخصي بوختياوو او ناروغۍ له امله ګډون نه شي کولى، خو د افغانستان د علماوو شورا د مشر مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ ٣٦ کسيز پلاوى نن جدې ته روان شو.
د سولې عالي شورا يادې سرچينې وويل چې په دې ډله کې شيخ سميع ا...، مولوي عطاءا... لودين، مولوي محي الدين بلوچ، مولوي عبدالحکيم مجاهد، قسيم حليمي او نور شامل دي.
سرچينه وايي چې په کنفرانس کې به د افغانستان تر څنګ د پاکستان، اندونيزيا، ماليزيا، بنګله دېش، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کويت، بحرين، مصر، موريتانيا، سوډان او تونس په ګډون تر ٣٣ زياتو اسلامي هېوادونو شاوخوا ١١٠ ديني عالمان ګډون کوي.
يادې سرچينې زياته کړه: ((تمه ده چې د سعودي د علماوو کنفرانس به په افغانستان کې د روانې جګړې پر ضد فتوا صادره کړي او له طالبانو به وغواړي چې د سولې خبرو ته اماده شي.))
بلخوا د اسلامي کنفرانس له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د إسلامي نړۍ د سرمشريزو، او د إسلامي همکارۍ په سازمان کې د غړو هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو د پرېکړو په حواله سعودي عربستان د (أفغانستان إسلامي جمهوريت کې د سولې او ثبات لپاره د إسلامي نړۍ د علماو کانفرنس) تر نامه لاندې د جدې او مکې مکرمې ښارونو کې دغه کنفرانس جوړوي.
سرچينې زياته کړې، دغه کانفرنس چې د افغانستان او د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه په کې نخبه او مشران عالمان ګډون کوي، غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو، او د تروريزم او شديد افراطيت د هر ډول او شکل د غندلو په لار کې مرسته وکړي.
ډاکتر يوسف ويلي چې په جده کې د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د (ملي پخلاينه د اسلام له نظره) تر عنوان لاندې مقالې او ويناوې وړاندې کېږي او د سولې په راوستو کې د علماوو پر رول هم رڼا اچول کېږي.
سرچينې زياته کړې چې د دغه کنفرانس وروستۍ ناسته به په دويمه ورځ په مکه مکرمه کې کېږي او هلته به د مکې اعلاميه خپرېږي.
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ کابل ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د سفر او په سعودي عربستان کې د سولې د غونډې په اړه لیکنې خپرې کړې دي.
ماندګار
ماندګار خپلواکې ورځپاڼې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي چې طالبانو دا درک کړې چې له پوځي لارې نهشي بریالي کېدای.
په مطلب کې د ښاغلي پامپیو په حواله راغلي چې د افغانستان په وړاندې د امریکا ستراتېژي کامیابه ده او دغه هېواد به د تلپاتې شریک په توګه له افغانستانه ملاتړ وکړي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې افغان ولسمشر د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره یوې ګډې خبري غونډې ته ویلي چې سوله د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د ټول افغان ولس ملاتړ له ځانه سره لري چې دا ملاتړ د یوې سرتاسري اجماع او خلکو سره د دوامداره مشورو پر بنسټ رامنځته شوی دی.
د مطلب لیکوال دغهشان لیکلي چې له طالبانو سره اوربند یوه کامیابه پروسه وه، خو پهدغه هېواد کې څو کلنو جګړو ته په پام سره سولې ته رسېدل کار او حوصله غواړي.
د مطلب په اخر کې لیکل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، موږ له افغان حکومت او د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د امن او خوندي شرایطو د رامنځته کولو لپاره کار کوو.
سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم پهدې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي دي.
سرخط لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا چمتو ده چې د افغان حکومت او طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
دغهشان د ښاغلي پامپیو په حواله راغلي چې امریکا طالبانو ته د افغان ولسمشر د سولې له وړاندیزونو هم ملاتړ کوي.
ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي چې په سعودي کې د نړۍ د عالمانو غونډه د افغانستان د سولې لپاره هیله بخښونکې ده.
په سرمقاله کې راغلي چې دا غونډه نن پیلېږي چې اصلي موضوعیې په افغانستان کې سوله او پهدغه هېواد کې د جګړې ناروا ګڼل دي.
په سرمقاله کې دا هم راغلي، دا لومړی ځل دی چې په سعودي عربستان، په هغه هېواد کې چې د افغانستان جګړهیې روا ګڼله دا شان غونډه جوړېږي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، جګړه په افغانستان کې بېلابېل لاملونه لري، خو له پیل تر اوسه یو شمېر عربي هېوادونو له دې ډلې سعودي عربستان په افغانستان کې د جګړې د تمویل یو اړخ و، ان تر دې چې دغه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژانده، خو په خبرهیې اوس وضعیت بدل شوی او سعودي عربستان د افغانستان جګړه ناروا ګني.
اصلاح
اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي چې د سعودي عربستان په غونډه کې به د مهمو مسایلو په اړه پرېکړې وشي.
په مطلب کې راغلي، د افغان حکومت له لوري د سُني او شیعه عالمانو یو ۳۰ کسیز پلاوي په دغه غونډه ګډون کړی چې د ۳۷ اسلامي هېوادونو بیا په غونده کې د ګډون کوونکو دیني عالمانو شمېر ۱۳۰ کسانو ته رسېږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*