په جاپان کښې بارانونو ۱۵۶ کسان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74556-په_جاپان_کښې_بارانونو_۱۵۶_کسان_وژلی
زمونږ خبریال وایی په جاپان کښې د سختو بارانونو له کبله د سیلابونو او دکمرو د غورځیدو په پیښو کښې تراوسه یوسل شپږ پنځوس(۱۶۵) کسان وژل شوی او په لسګونو نور بې درکه شوی هم دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2018 13:47 Asia/Kabul
  • د چین په جنوب ، لویدیځ او ختیځو سیمو کښې هم سختو بارانونو د ټرافیک نظام ګډوډ کړی دی .
    د چین په جنوب ، لویدیځ او ختیځو سیمو کښې هم سختو بارانونو د ټرافیک نظام ګډوډ کړی دی .

زمونږ خبریال وایی په جاپان کښې د سختو بارانونو له کبله د سیلابونو او دکمرو د غورځیدو په پیښو کښې تراوسه یوسل شپږ پنځوس(۱۶۵) کسان وژل شوی او په لسګونو نور بې درکه شوی هم دی .

دسیلابونو له کبله په سلګونو کورونه هم بیخی تباه شوی دی .

دجاپان حکومت کابو شلو لکو ته ویلی دی چې له خپلو کورونو ووځی او په لسګونو زره ژغورونکی هم په خټو، اوبو او خاورو کښې په کورونو کښې د ژوندیو کسانو په لټون  بوخت دی .

دجاپان لومړی وزیر شینزو ابې (Shinzo Abe) اروپا او مینځنی ختیځ ته خپل سفر چې له سبا څخه پیلیده لغوه کړی دی .

دغه راز د چین په جنوب ، لویدیځ او ختیځو سیمو کښې هم سختو بارانونو د ټرافیک نظام ګډوډ کړی دی .

 د هندوستان په ممبۍ ښار کښې سختو بارانونو دسیلاب په شان حالت رامینځته کړی دی .