په جاپان کښې بارانونو ۱۵۶ کسان وژلی
Jul 10, 2018 13:47 Asia/Kabul
-
د چین په جنوب ، لویدیځ او ختیځو سیمو کښې هم سختو بارانونو د ټرافیک نظام ګډوډ کړی دی .
زمونږ خبریال وایی په جاپان کښې د سختو بارانونو له کبله د سیلابونو او دکمرو د غورځیدو په پیښو کښې تراوسه یوسل شپږ پنځوس(۱۶۵) کسان وژل شوی او په لسګونو نور بې درکه شوی هم دی .
دسیلابونو له کبله په سلګونو کورونه هم بیخی تباه شوی دی .
دجاپان حکومت کابو شلو لکو ته ویلی دی چې له خپلو کورونو ووځی او په لسګونو زره ژغورونکی هم په خټو، اوبو او خاورو کښې په کورونو کښې د ژوندیو کسانو په لټون بوخت دی .
دجاپان لومړی وزیر شینزو ابې (Shinzo Abe) اروپا او مینځنی ختیځ ته خپل سفر چې له سبا څخه پیلیده لغوه کړی دی .
دغه راز د چین په جنوب ، لویدیځ او ختیځو سیمو کښې هم سختو بارانونو د ټرافیک نظام ګډوډ کړی دی .
د هندوستان په ممبۍ ښار کښې سختو بارانونو دسیلاب په شان حالت رامینځته کړی دی .