په تایی لینډ کښې له غار څخه کسان وژغورل شول
Jul 10, 2018 14:04 Asia/Kabul
-
له سمڅې څخه ایستل شوي کسان چې ماشومان دي روغتون ته وړل شوي خو جسمي حالت یې له خطر څخه بهر دی .
زمونږ خبریال وایی په تایی لینډ کښې له یوې سمڅې(غار) څخه ټول ماشومان روغ رمټ وویستل شول .
د تایی لینډ په یوې سمڅې(Cave) کښې دولس (۱۲) کسان له تیرو څوارلسو(۱۴) ورځو راهسې ګیر شوی وو چې اته(۸) کسان مخکې او څلور(۴) نور کسان نن روغ رمټ له خپل مشر سره یوځاې ژوندی راوویستل شول او د ژغورنې عملیات هم پاې ته ورسیدل .
ددغو دولسو(۱۲) کسانو دژغورنې عملیات ډیر خطرناک وو خو سمندری دځواک کومانډوګانو هغه په ښه ډول پاې ته ورسول .
له سمڅې څخه ایستل شوی کسان چې ماشومان دی روغتون ته وړل شوی خو جسمی حالت یې له خطر څخه بهر دی .