امریکا باید دخپلو متحدانو درنښت وکړی
-
امریکا باید پوهه شي دهغه څه په اپوټه چې دې یې فکر کوي زیات هم تړونه هیوادنه نلري .
فارس خبری اژانس وایی داروپایی شورا مشر ډونالډ ټوسک (Donald Tusk) دامریکا په ولسمشر ټرمپ غږ وکړ دخپلو متحدانو احترام وکړی او د هره ورځ له نیوکو لاس واخلی .
هغه نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه(۱) پیغام کښې په اروپا د امریکا د ولسمشر ترمپ نیوکو ته غبرګون وښود او ویې ویل دا له یوه ښه هم تړون سره د چلند سمه لاره نه ده .
د اروپایی شورا مشر ډونالډ ټوسک وویل امریکا باید پوهه شی دهغه څه په اپوټه چې دې یې فکر کوی زیات هم تړونه هیوادنه نلری .
د اروپا او دامریکا اړیکې په کاناډا کښې د اوه ډلې (Group of Seven)له غونډې وروسته او هغه وخت چې دامریکا ولسمشر ټرمپ د واشنګټن متحدان او شرکا د تجارت په برخه کښې له امریکا په ناوړه استفادې تورن کړل له مخکې څخه زیاتې تاوتریخجنې شوی دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ هم د فولادو په وارداتو د پینځویشت(۲۵) فیصده او د الومینیمو په وارداتو دلس(۱۰) فیصده مالیاتو په لګولو سره له چین، میکسیکو ، کاناډا او اروپایی اتحادیې سره د یوه (۱)تجارتی جنګ د پیلیدا زمینه برابره کړی ده .