د ناټو مشران د افغانستان په اړه خبرې کوی
د ناټو مشران به همدارنګه په افغانستان کې پر خپل پوځي ماموریت او له ۲۰۲۰ کاله وروسته د افغان ځواکونو په روزنې او د هغوی پر مالي تمویل هم وغږېږي.
زمونږ خبریال د افغان رسندویو له قوله راپور راکوی ټاکل شوې چې نن په بروکسل کې د ناټو مشرانوو دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي چې په ترڅ کې به د ناټو د قومندې پر پوځي چمتووالي، د ترهګرو ضد مبارزې او د ناټو غړو هېوادونوونډې په اړه خبرې اترې وشي.
د ناټو مشران به همدارنګه په افغانستان کې پر خپل پوځي ماموریت او له ۲۰۲۰ کاله وروسته د افغان ځواکونو په روزنې او د هغوی پر مالي تمویل هم وغږېږي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې خبریالانو ته وویل، چې شاوخوا درې زره نور روزونکي د افغانستان پر ماموریت ور زیات کړي دي.
سټولټنبرګ هیله څرګنده کړه چې ناټو مشرانو په دې سرمشریزه کې به تر ۲۰۲۰ میلادي کال اخوا د افغان ځواکونو د تمویل په تمدید موافقې ته ورسېږي.
نوموړی زیاته کړه، چې د ناټو مشرانو په دې مسرمشریزه کې به د ولسمشر محمد اشرف غني د سولې د ابتکار او د ملي یووالي حکومت د اصلاحاتو بشپړ ملاتړ په ډاګه کړي.
د ناټو عمومي منشي همداراز په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر شتونټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د مخنیويلپاره د ناټو شتوناړین دی تر څو دا هېواد بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځاله بدل نهشي.
دا په داسې حال کی دی چی په افغانستان کی د ناټو او امریکایی عسکرو له شتونه ۱۷ کاله تیریږی خو په دغه هیواد کی نه یوازې ترهه ګری ختمه شوی نده بلکې نور هم پراخه شوی ده .