دامریکا سینا دتجارتی جنګ دنرمولو طرح تصویب کړه
-
ځینوهیوادونو هم دامریکا له اقدام سره د مقابلې لپاره له دغه هیواد څخه په واردیدونکو شیانو مالیات زیات کړي دي .
ایرنا خبری اژانس نن راپور راکړ دامریکا مشرانو جرګې سینا درایو په اکثریت سره یوه۱() طرحه تصویب کړه چې د ولسمشر لخوا د نویو تجارتی مالیاتو ټاکل د ولسی جرګې کانګرس له تائیدیدا سره مشروطه کوی .
دغه طرح چې په اته اتیا(۸۸) موافقو او یولسو(۱۱)مخالفو رایو سره تصویب شوه دهغه قانون لپاره لومړی اقدام دی چې د ولسمشر لخوا د وارداتی شیانو لپاره دنویو تجارتی تعرفو ټاکل د ولسی جرګې کانګرس له تائید سره مشروطه کوی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال په لومړیو کښې د چین او داروپایی اتحادیې په شمول له نورو هیوادونو د ځینو شیانو په واردولو د نویو مالیاتو په لګولو سره دملی امنیت دتامینولو په پلمه تجارتی جنګ پیل کړی دی .
ځینوهیوادونو هم دامریکا له اقدام سره د مقابلې لپاره له دغه هیواد څخه په واردیدونکو شیانو مالیات زیات کړی دی .