دامریکا سینا دتجارتی جنګ دنرمولو طرح تصویب کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74607-دامریکا_سینا_دتجارتی_جنګ_دنرمولو_طرح_تصویب_کړه
ایرنا خبری اژانس نن راپور راکړ دامریکا مشرانو جرګې سینا درایو په اکثریت سره یوه۱() طرحه تصویب کړه چې د ولسمشر لخوا د نویو تجارتی مالیاتو ټاکل د ولسی جرګې کانګرس له تائیدیدا سره مشروطه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2018 01:51 Asia/Kabul
  • ځینوهیوادونو هم دامریکا له اقدام سره د مقابلې لپاره له دغه هیواد څخه په واردیدونکو شیانو مالیات زیات کړي دي .
    ځینوهیوادونو هم دامریکا له اقدام سره د مقابلې لپاره له دغه هیواد څخه په واردیدونکو شیانو مالیات زیات کړي دي .

ایرنا خبری اژانس نن راپور راکړ دامریکا مشرانو جرګې سینا درایو په اکثریت سره یوه۱() طرحه تصویب کړه چې د ولسمشر لخوا د نویو تجارتی مالیاتو ټاکل د ولسی جرګې کانګرس له تائیدیدا سره مشروطه کوی .

دغه طرح چې په اته اتیا(۸۸) موافقو او یولسو(۱۱)مخالفو رایو سره تصویب شوه دهغه قانون لپاره لومړی اقدام دی چې د ولسمشر لخوا د وارداتی شیانو لپاره دنویو تجارتی تعرفو ټاکل د  ولسی جرګې کانګرس له تائید سره مشروطه کوی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ د روان میلادی کال په لومړیو کښې د چین او داروپایی اتحادیې په شمول  له نورو هیوادونو د ځینو شیانو په واردولو د نویو مالیاتو په لګولو سره دملی امنیت دتامینولو په پلمه تجارتی جنګ پیل کړی دی .

ځینوهیوادونو هم دامریکا له اقدام سره د مقابلې لپاره له دغه هیواد څخه په واردیدونکو شیانو مالیات زیات کړی دی .