د بریتانیا خلکو دټرمپ پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74633-د_بریتانیا_خلکو_دټرمپ_پرضد_مظاهرې_وکړې
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د څلور(۴) ورځنی سفر لپاره لندن ته ورسید .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2018 00:30 Asia/Kabul
  • ټاکل شوي ده چې دامریکا ولسمشر ټرمپ نن د بریتانیا له لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې او ملکې سره سره کتنې وکړي .
    ټاکل شوي ده چې دامریکا ولسمشر ټرمپ نن د بریتانیا له لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې او ملکې سره سره کتنې وکړي .

ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د څلور(۴) ورځنی سفر لپاره لندن ته ورسید .

دبریتانیا مظاهره چیانو دامریکا د ولسمشر ټرمپ له ورتلو سره په یووخت  دلندن د سټنسټید هوایی ډګر(London Stansted Airport) دباندې غونډه وکړه او د ټرمپ او دهغه دسیاستونو پرضد یې شعارونه ورکړل .

یوشمیر نورو خلکو هم د بریتانیا د لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې (Theresa May) د دفتر مخ ته غونډه وکړه .

یوشمیر نورو خلکو هم دلندن په مرکز کښې په بریتانیا کښې د امریکا د سفیر د کور مخ ته  غونډه وکړه او د ولسمشر ټرمپ پرضد یې شعارونه ورکړل .

دبریتانیا مظاهره چیانو په لاسونو کښې دپلې کارډونو په لیږدولو سره وویل مونږ د امریکا د ولسمشر ټرمپ هرکلی نه کوو او مونږ ټرمپ او توکمپالې ته نه وایو .

ټاکل شوی ده چې دامریکا ولسمشر ټرمپ نن د بریتانیا له لومړۍ وزیرې میرمن ټریزا مې او ملکې سره سره کتنې وکړی .

داپه داسې حال کښې دی چې له مظاهره چیانو سره د اخ وډب په خاطر دغه کتنې دلندن دباندې ترسره کیږی .