دنړۍ هیوادونه دې له ایران څخه تیل مه اخلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74634-دنړۍ_هیوادونه_دې_له_ایران_څخه_تیل_مه_اخلی
مهر خبری اژانس وایی دامریکا دخزانې وزیر سټیون منوچین(Steven Mnuchin) پرون ټینګار وکړ واشنګټن به هر هغه هیواد چې له ایران څخه تیل واخلی بایکاټ (Boycott)کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 13, 2018 00:45 Asia/Kabul
  • دنړۍ اکثرو هیوادونو ویلي دي چې دامریکا غوښتنه نه مني .
    دنړۍ اکثرو هیوادونو ویلي دي چې دامریکا غوښتنه نه مني .

مهر خبری اژانس وایی دامریکا دخزانې وزیر سټیون منوچین(Steven Mnuchin) پرون ټینګار وکړ واشنګټن به هر هغه هیواد چې له ایران څخه تیل واخلی بایکاټ (Boycott)کړی .

هغه د امریکا د مشرانو جرګې سینا د مالی خدماتو د کمیټۍ په غونډې کښې دیوې پوښتنې په ځواب کښې چې ایا امریکا به چین له ایران څخه د تیلو د  د واردولو په علت بایکاټ کړی وویل واشنګټن اراده لری له ایران څخه د تیلو د واردولو په دلیل د چین ، د روسیې  د اروپا او د نورو هیوادونو پرضد یوشمیر بندیزونه ولګوی .

دامریکا حکومت له اټومی موافقې وتلو وروسته ټینګار وکړ د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې تر څلورمې(۴) نیټې پورې به دایران دتیلو صادرات صفر (Zero) ته ورسوی .

په همدې لړ کښې امریکا دنړۍ له هیوادونو غوښتی دی دتهران پرضد د اقتصادی بندیزونو دیوې(۱) برخې په توګه له ایران څخه دتیلو واردول صفر ته ورسوی .

دنړۍ اکثرو هیوادونو ویلی دی چې دامریکا غوښتنه نه منی .

دامریکا حکومت دمی په اتمه نیټه له اټومی تړون ووت او دنړۍ ډیرو هیوادونو او دامریکا خلکو د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام په پراځ ډول غندلی دی .