دنړۍ هیوادونه دې له ایران څخه تیل مه اخلی
-
دنړۍ اکثرو هیوادونو ویلي دي چې دامریکا غوښتنه نه مني .
مهر خبری اژانس وایی دامریکا دخزانې وزیر سټیون منوچین(Steven Mnuchin) پرون ټینګار وکړ واشنګټن به هر هغه هیواد چې له ایران څخه تیل واخلی بایکاټ (Boycott)کړی .
هغه د امریکا د مشرانو جرګې سینا د مالی خدماتو د کمیټۍ په غونډې کښې دیوې پوښتنې په ځواب کښې چې ایا امریکا به چین له ایران څخه د تیلو د د واردولو په علت بایکاټ کړی وویل واشنګټن اراده لری له ایران څخه د تیلو د واردولو په دلیل د چین ، د روسیې د اروپا او د نورو هیوادونو پرضد یوشمیر بندیزونه ولګوی .
دامریکا حکومت له اټومی موافقې وتلو وروسته ټینګار وکړ د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې تر څلورمې(۴) نیټې پورې به دایران دتیلو صادرات صفر (Zero) ته ورسوی .
په همدې لړ کښې امریکا دنړۍ له هیوادونو غوښتی دی دتهران پرضد د اقتصادی بندیزونو دیوې(۱) برخې په توګه له ایران څخه دتیلو واردول صفر ته ورسوی .
دنړۍ اکثرو هیوادونو ویلی دی چې دامریکا غوښتنه نه منی .
دامریکا حکومت دمی په اتمه نیټه له اټومی تړون ووت او دنړۍ ډیرو هیوادونو او دامریکا خلکو د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام په پراځ ډول غندلی دی .