فرانسه د فټ بال د نړیوال کپ اتله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74734-فرانسه_د_فټ_بال_د_نړیوال_کپ_اتله
د فرانسې د فټ بال ملي ټیم  کرویشیا ته د  ماتې په ورکولو سره د فټ بال نړیوال کپ وګاټه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2018 00:35 Asia/Kabul
  • فرانسه د فټ بال د نړیوال کپ اتله

د فرانسې د فټ بال ملي ټیم  کرویشیا ته د  ماتې په ورکولو سره د فټ بال نړیوال کپ وګاټه

 

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې او کرویشیا د فټ بال ټیمونو بیګا د تهران په اوه نیمې بجې  د روسیې ددوه زره اتلسم کال د فټ بال د نړیوال  کپ په فاینل کې د مسکو په  لوژنیکي لوبغالي کې  سیالي وکړه  چې دغه لوبه د دوو په مقابل کې په څلورو ګولونو سره د  فرانسې په ګټه پای ته ورسیده.

 فرانسې په دوهم ځل د فټ بال نړیوال کپ وګاټه  په نولس سوه اته نویم کال کې هم فرانسې نړیوال کپ ګټلی و.

دا په داسې حال کې دي تیره شنبه د بلجیم ټیم د انګلستان په وړاندې په دوو ګولونو سره دریم او انګلستان څلورم لمبر راغلې وو. 

بیګا همداراز د دې نړیوال کپ غوره لوبغاړي هم معرفي شول،د کرویشیا د ملي ټیم کپتان  لوکا مودریچ  د فیفا لخوا د دوه زره اتلسم میلادي کال د فټ بال کپ تر ټولو ښه لوبغاړی معرفي شو چې د سرو زرو فټ بال یې وګاټه .

د فرانسې  نولس کلن ستوری کیلیان امبا‍پې  د نړیوال کپ تر ټولو غوره ځوان  لوبغاړی معرفي شو او د سپینو زرو فټ بال یې وګاټه.

 د بلجیم ګول کیپر تیبو کورتوا د کپ تر ټولو ښه لوبغاړی معرفي شو چې د سرو زرو دستانې ورکړل شوې.

د انګلستان د ټیم کیپټن  هیری کین  په شپږو ګولونو سره تر ټولو د زیاتو ګولونو وهونکی معرفي شو  چې د سرو زرو بوټ یې وګاټه

 د اسپانیا ملي ټیم د فیفا له خوا د ۲۰۱۸ فټ بال کپ تر ټولو د ځوانمرده ټیم په توګه معرفي شو.