فرانسه د فټ بال د نړیوال کپ اتله
د فرانسې د فټ بال ملي ټیم کرویشیا ته د ماتې په ورکولو سره د فټ بال نړیوال کپ وګاټه
د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د فرانسې او کرویشیا د فټ بال ټیمونو بیګا د تهران په اوه نیمې بجې د روسیې ددوه زره اتلسم کال د فټ بال د نړیوال کپ په فاینل کې د مسکو په لوژنیکي لوبغالي کې سیالي وکړه چې دغه لوبه د دوو په مقابل کې په څلورو ګولونو سره د فرانسې په ګټه پای ته ورسیده.
فرانسې په دوهم ځل د فټ بال نړیوال کپ وګاټه په نولس سوه اته نویم کال کې هم فرانسې نړیوال کپ ګټلی و.
دا په داسې حال کې دي تیره شنبه د بلجیم ټیم د انګلستان په وړاندې په دوو ګولونو سره دریم او انګلستان څلورم لمبر راغلې وو.
بیګا همداراز د دې نړیوال کپ غوره لوبغاړي هم معرفي شول،د کرویشیا د ملي ټیم کپتان لوکا مودریچ د فیفا لخوا د دوه زره اتلسم میلادي کال د فټ بال کپ تر ټولو ښه لوبغاړی معرفي شو چې د سرو زرو فټ بال یې وګاټه .
د فرانسې نولس کلن ستوری کیلیان امباپې د نړیوال کپ تر ټولو غوره ځوان لوبغاړی معرفي شو او د سپینو زرو فټ بال یې وګاټه.
د بلجیم ګول کیپر تیبو کورتوا د کپ تر ټولو ښه لوبغاړی معرفي شو چې د سرو زرو دستانې ورکړل شوې.
د انګلستان د ټیم کیپټن هیری کین په شپږو ګولونو سره تر ټولو د زیاتو ګولونو وهونکی معرفي شو چې د سرو زرو بوټ یې وګاټه
د اسپانیا ملي ټیم د فیفا له خوا د ۲۰۱۸ فټ بال کپ تر ټولو د ځوانمرده ټیم په توګه معرفي شو.