مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د امریکی؛ چین او روسیې مشرانو ته په خطاب کی، د ډونالډ تاسک له قوله لیکل شوی:« نړیوال نظم له منځه مه وړئ!»
د اروپا اتحادیی یو لوړ پوړی مقام، نن دوشنبه د امریکی؛ روسیی او چین له مشرانو وغوښتل، چی له تجارتی جنګونو، او له لانجو او اله ګولو څخه د مخنیوی کولو په موخه، له اروپا سره همکاری وکړی.
د آرمان امروز ورځپاڼی په لیکنه؛ د اروپایی شورا مشر« ډونالډ تاسک »، په فنلانډ کی د امریکی او روسیی د ؤلس مشرانو« ډونالډ ټرمپ » او« ولادیمیر پوتین » له لیدنی څخه څو ساعته وړاندی، په پکینګ کی د چین او اروپا اتحادیی د کنفرانس په افتتاحیه مراسمو کی وینا وکړه.
تاسک وویل: موږ ټول پدی حقیقت پوهیږو؛ چی د نړۍ نقشه زموږ د سترګو په وړاندی د بدلیدو په حال کی ده، او دغه ګډ مسؤلیت زموږ په اوږو دئ، چی دغه بدلون د ښه کیدو په لور وی.
پدی وروستیو کی د اروپایی شورا مشر په اروپایی ملګرو د ټرمپ په بیا بیا نیوکو اعتراض وکړ، او له هغه یی وغوښتل چی د روسیی له مشر سره د کتنی په مهال، په یاد ولری چی کوم کسان د هغه دوستان دی.
تاسک په پکینګ کی وویل: اروپا؛ چین؛ امریکا او روسیه یوه ګډه دنده لری، چی نړیوال نظم وران نه کړی، بلکه د تجارتی قوانینو د اصلاح کولو له لاری، هغه ته لوړاوی ور وبخښی.
د اروپایی شورا رئیس؛ چی مخکی د پولینډ لمړئ وزیر ؤ، ټینګار
وکړ: له همدی کبله ده؛ چی له خپلو چینایی کوربه ؤو، او همداراز د امریکی او روسیی له ؤلس مشرانو څخه غواړو، ترڅو په ګډه توګه دغه پروسه د نړیوال تجارت سازمان د اصلاح کولو له لاری پیل کړی. تر اوسه لا فرصت شته چی د مقابلې او د اله ګولې مخه ونیسو.
********
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی، د اسلامی انقلاب د معظم لارښود سره د ایران د ؤلس مشر او د دولت د کابینی دغړیو په پرونۍ لیدنه کی، د دوی ویناوی چاپ شوی، چی ځینی برخی یی را اخلو:
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای په اروپا کښې د ایران د ولسمشر د دریځونو په مقتدرانه بللو سره څرګنده کړه: د پردیو په تیره بیا امریکایانو په وړاندې اقتدار ښودل یو ضروری کار دی او دا کار باید پر وخت، څرګنده او پریکنده وشی.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای د هیواد د امکاناتو او توانمنیو په کارولو سره په جدی توګه د کارونو په تعقیبولو باندې په ټینګار سره زیاته کړه: اروپایی لوری دنده لری چې د برجام په لړ کښې ضروری ضمانتونه ورکړی خو د هیواد اقتصاد دې په دې موضوع پورې تړلی او ورته معطل نه شی.
دوی همداشان د بهرنیو اړیکو او ډیپلماسۍ د پراختیا په ضرورت باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د امریکې په شان د یو څو هیوادونو پرته له ختیځ او لویدیځ سره د هیواد اړیکې باید له پخوا څخه لا زیاتې پیاوړې شی، او د ډیپلماسۍ عملیاتی او هدفمن تحرک زیات شی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د باثباته اقتصاد د لارې نقشه د هیواد لپاره ضروری وبلله او زیاته یې کړه: که د اقتصاد د لارې نقشه او پلان برابر شی، نو خلک او اقتصادی فعالان به په خپلې دندې خبر شی او د ثبات او آرامښت په احساس سره به د حکومت مرسته ته رامخته شی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر ټینګار وکړ؛ چې د ایران حکومت د ضروری اقداماتو د کولو په شرط، پر مشکلاتو برلاسه کیدای او د امریکې دسیسې ناکامه کولی شی.
*******
د تهران چاپ د رسالت په ورځپاڼه کی د امریکی او روسیی د
ؤلس مشرانو د کتنی په باره کی، له ډاکتر« شعیب بهمن » سره یوه مرکه شوې ده، چی ځینی برخی یی پدی ډول دی: په نړیواله کچه یو لړ کړکیچونه شته دی، چی روسیه او امریکا پکی ښکیلی دی؛ لکه سوریه؛ شمالی کوریا او د ایران مسئله چی پخپله مختلف اړخونه لری. خو هغه څه چی په کلی توګه د دغې کتنې په هکله ویلای شو، د دؤو هیوادونو ترمنځ د زیاتو ژئوپلیتیکی اختلافاتو د شتوالی له کبله، دغه لیدنه عملاً په تیره بیا د امریکی لپاره،ستره سیاسی لاسته راوړنه نشی لرلای.
د دغې لیدنې په درشل کی، د امریکی ؤلس مشر په یو شمیر ویناؤو او دریځنیونو کی، په ضمنی توګه له روسیې سره د کریمه یوځای کیدل په رسمیت وپیژندل، او له دې لارې څخه ګواکی پدی لټه کی دئ، چی له مخکی څخه د یوې ډالۍ په وړاندی کولو سره، د پوتین لیدنی ته ورشی، او د روسانو لپاره پدې ارزښتمنی تحفی سره، له پوتین څخه خپل د نظر وړ امتیازونه ترلاسه کړی.
په وروستیو اونیو کی اسرائیلیانو هڅه وکړه، چی په یو ډول د مسکو او واشنګټن ترمنځ د منځګړی توب رول ولوبوی؛ پدی څرګند وړاندیز سره، چی روسان په ایران دباؤ واچوی ترڅو خپل ځواکونه له سوریی څخه وباسی، یا په سوریه کی د ایران ځواکونه ترممکن حده پوری لږ شی.
*******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه کوؤ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د یو شمېر افغان سیاسی مشرانو د وروستۍ ناستې او غوښتنو په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی څرګندونې او په اړهیې غبرګونونه راخیستی دی.
سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې پهدې اړه لیکلی، ولسمشر غنی یو ځل بیا د هېواد سیاسیون تر سختو انتقادونو لاندې راوستل.
په مطلب کې راغلی ولسمشر چې پرون یې ولس ته وینا کوله وویل، د افغانستان برخلیک خلک ټاکی، نه یو قشر.
په مطلب کې دا هم راغلی چې ولسمشر د سیاسی ګوندونو د هغې غوښتنې په ځواب کې چې د رأی ورکوونکو د نوملیکنې بهیر دې ودرول شی، په تُنده لهجه او په ټینګار سره وویل، اساسی قانون پهدې برخه کې وضاحت لری او باید په هېواد کې کړکېچونه ژور
نهشی.
سرخط لیکی: ولسمشر د سیاسی ګوندونو پر وسلو هم نیوکه کوی وایی، د هېواد ۴۰ کلن کړکېچ د چا په غاړه دی؟
هېواد
هېواد دولتی ورځپاڼې لیکلی، د ولسمشر غنی دا خبره چې اوسنی ګوندونه د ملت استازیتوب نهشی کولای پر ځای ده، ځکه د سرمقاله لیکونکی په باور اوسنی ګوندونه پر خپلو تېرو جنایتونو له پردې اچولو پرته نور هېڅ ډول سیاسی فعالیت نهلری او تلیې د ملت او نظام ارادو ته ګواښ کړی دی.
په سرمقاله کې راغلی، د دغو ګوندونو ټول کارونه د تاریخی دښمن په لمسون، د تپل شوې جګړې د دوام او په ملت کې د تاوتریخوالی او بېلتون مسایلو ته ځانګړی شوی دی.
ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلی، ولسمشر غنی پرون په خبری کنفرانس کې د سیاسی ډلو پر مشرانو ښه زړه تش کړ.
خو ورځپاڼه لیکی، که واقعیتونو ته ځیر شو، باید د افغان ولس پر مظلومیت او بېوسۍ وژاړو.
ځکه د سرمقاله لیکونکی په باور، که رښتیا هم زموږ ولس داسې سیاسی ګوندونه درلودای، چې د ولس آرمانونه ورته لومړیتوب لرل، رښتیا هم که موږ داسې ډلې او ګوندونه درلودای چې اصولیې درلودای او په ولس کې یې خبره اورېدل کېدای ولسمشر به کله هم د ناتوانۍ پېغورونه نهورکول.
ملی ارمان
ملی ارمان خپلواکې ورځپاڼې پهدې اړه لیکلی چې د ملی وحدت حکومت د اساسی قانون له مخې او د شفافو انتخاباتو پر بنسټ نهدی جوړ شوی، او دا اداره د یو سیاسی هوکړې له مخې د امریکا په منځګړیتوب رامنځته شوې ده.
په سرمقاله کې راغلی، د ملی وحدت حکومت مشران چې نن د شفافو انتخاباتو خبره کوی، دوی او ټیمونهیې په تېرو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ کړې دی.
ورځپاڼه لیکی:
ښاغلی غنی په خپلو پرونیو خبرو کې په هېواد کې پر روانو
حالاتو خبرې وکړې، خو د هغو اعتراضونو په غبرګون یې چې پهدې وروستیو څو ورځو کې، د هېواد په ګوټ ګوټ کې د حکومتی منسوبینو د ناسمو کړنو په تړاو روان دی هېڅ هم ونهویل.
سرمقاله لیکونکی دا هم لیکلی چې د حکومت مشران باید یوازې د ټلوېزیونونو او راډیوګانو له لارې د خپلو منتقدانو پوښتنې ځواب نهکړی، بلکې پهکار ده چې له نږدې له دوی سره وګوری او یو بل ته د قناعت ورکولو له لارې په هېواد کې راولاړې ستونزې هوارې کړی.