بریتانیا د اټومی موافقې په اړه دامریکا پیروۍ نه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74762-بریتانیا_د_اټومی_موافقې_په_اړه_دامریکا_پیروۍ_نه_کوی
په ایران کښې دبریتانیا سفیر رابرټ مک ایر (Robert Macaire) وویل داټومی موافقې په اړه د امریکا پیروۍ نه کوو بلکې زمونږ سیاستونه زمونږ د عمل معیار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 00:28 Asia/Kabul
  • په ایران کښې دبریتانیا سفیر رابرټ مک ایر اټومي موافقه دنړۍ د امنیت او دسولې د ټینګیدا په زمینه کښې بریالۍ موافقه وبلله .
    په ایران کښې دبریتانیا سفیر رابرټ مک ایر اټومي موافقه دنړۍ د امنیت او دسولې د ټینګیدا په زمینه کښې بریالۍ موافقه وبلله .

په ایران کښې دبریتانیا سفیر رابرټ مک ایر (Robert Macaire) وویل داټومی موافقې په اړه د امریکا پیروۍ نه کوو بلکې زمونږ سیاستونه زمونږ د عمل معیار دی .

هغه پرون په ایران کښې هستوګنه دبهرنیو هیوادونو د استازیو او دتجارتی فعالانو د همفکرۍ د غونډې له ختمیدا وروسته د ایرنا خبری اژانس پوښتنې ته په ځواب کښې وویل اټومی موافقه زمونږ لپاره ډیر اهمیت لری او په دې اړه خپلواکه عمل کوو .

په ایران کښې دبریتانیا سفیر رابرټ مک ایر اټومی موافقه دنړۍ د امنیت او دسولې د ټینګیدا په زمینه کښې بریالۍ موافقه وبلله او ویې ویل مونږ دغه تړون ته پاې بندیوو او هغه ته به دوام ورکړو ځکه  چې اټومی تړون په اقتصادی زمینه  کښې زمونږ او دایران لپاره ډیره ګټه لرلی ده .

هغه وویل امریکا له اټومی موافقې وتلی ده خو مونږ ددغه سیاست دفاع نه کوو .