د فینلینډ خلکو د ډونالډ ټرمپ پرضد مظاهرې وکړې
-
د بریتانیا خلکو هم لندن ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سفر پرضد پراخې مظاهرې کړي وې .
ایرنا خبری اژانس وایی د فینلینډ په پلازمینې هلسینکی(Helsinki) کښې دامریکا او د روسیې د ولسمشرانو د غونډې له ترسره کیدا سره په یووخت په زرګونو سیاسی فعالانو ددغه غونډې او دغه هیواد ته دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پرضد مظاهرې وکړې .
په دغو مظاهرو کښې چې پرون وشوې اعتراض کونکو توکمپالۍ ختمه کړئ ، ټرمپ د کډوالو ایستل بند کړئ او د جنګ کولو پرځاې مینه وکړئ په شان د شعارونو په ورکولو سره له خپل هیواده د ډونالډ ټرمپ د ایستلو غوښتنه وکړه .
د فینلینډ مظاهره چیانو چې د ښار په مرکز او د امریکا او دروسیې د ولسمشرانو د خبری غونډې ځاې ته نږدې راغونډ شوی وو دامریکا د ولسمشر ټرمپ یو اړخیزه اقدامات دنړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د تاوتریخوالی او د بې ثباتۍ عامل وبلل .
د فینلینډ په زرګونو سیاسی فعالانو وړمه ورځ هم په پلازمینې هلسینکی کښې په مظاهرو سره خپل هیواد ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سفر اعتراض کړی وو .
دغه راز د بریتانیا خلکو هم لندن ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سفر پرضد پراخې مظاهرې کړی وې .
دنړۍ اکثره خلک دامریکا له ولسمشر ټرمپ څخه نفرت لری .