د فینلینډ خلکو د ډونالډ ټرمپ پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74763-د_فینلینډ_خلکو_د_ډونالډ_ټرمپ_پرضد_مظاهرې_وکړې
ایرنا خبری اژانس وایی د فینلینډ په پلازمینې هلسینکی(Helsinki) کښې دامریکا او د روسیې د ولسمشرانو د غونډې له ترسره کیدا سره په یووخت په زرګونو سیاسی فعالانو ددغه غونډې او دغه هیواد ته دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پرضد مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 00:43 Asia/Kabul
  • د بریتانیا خلکو هم لندن ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سفر پرضد پراخې مظاهرې کړي وې .
    د بریتانیا خلکو هم لندن ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سفر پرضد پراخې مظاهرې کړي وې .

ایرنا خبری اژانس وایی د فینلینډ په پلازمینې هلسینکی(Helsinki) کښې دامریکا او د روسیې د ولسمشرانو د غونډې له ترسره کیدا سره په یووخت په زرګونو سیاسی فعالانو ددغه غونډې او دغه هیواد ته دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ د سفر پرضد مظاهرې وکړې .

په دغو مظاهرو کښې چې پرون وشوې اعتراض کونکو توکمپالۍ ختمه کړئ ، ټرمپ د کډوالو ایستل بند کړئ او د جنګ کولو پرځاې مینه وکړئ په شان  د شعارونو په  ورکولو سره له خپل هیواده د ډونالډ ټرمپ د ایستلو غوښتنه وکړه .

د فینلینډ مظاهره چیانو چې د ښار په مرکز او د امریکا او دروسیې د  ولسمشرانو  د خبری غونډې ځاې ته نږدې راغونډ شوی وو دامریکا د ولسمشر ټرمپ یو اړخیزه اقدامات دنړۍ په بیلابیلو سیمو  کښې د تاوتریخوالی او د بې ثباتۍ عامل وبلل .

د فینلینډ په زرګونو سیاسی فعالانو وړمه ورځ هم په پلازمینې هلسینکی کښې په مظاهرو سره خپل هیواد ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ په سفر اعتراض کړی وو .

دغه راز د بریتانیا خلکو هم لندن ته د امریکا د ولسمشر ټرمپ د سفر پرضد پراخې مظاهرې کړی وې .

دنړۍ اکثره خلک دامریکا له ولسمشر ټرمپ څخه نفرت لری .