اروپایی اتحادیه دایران د ګټو د تضمینولو هڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74764-اروپایی_اتحادیه_دایران_د_ګټو_د_تضمینولو_هڅه_کوی
فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی د دغه اتحادیې د بهرنیو چارو دوزیرانو د شورا له غونډې وروسته په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې دایران پرضد له بایکاټونو د معافیدا لپاره د اروپایی هیوادونو له غوښتنې سره د امریکا دحکومت مخالفت ته غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 00:58 Asia/Kabul
  • له دې سره سره چې په مالي نظام او نړیوال اقتصاد کښې دامریکا وزن د پام وړی خو اروپا داټومي تړون ساتلو ته هوډمنه ده .
    له دې سره سره چې په مالي نظام او نړیوال اقتصاد کښې دامریکا وزن د پام وړی خو اروپا داټومي تړون ساتلو ته هوډمنه ده .

فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی د دغه اتحادیې د بهرنیو چارو دوزیرانو د شورا له غونډې وروسته په یوه (۱)خبری کانفرنس کښې دایران پرضد له بایکاټونو د معافیدا لپاره د اروپایی هیوادونو له غوښتنې سره د امریکا دحکومت مخالفت ته غبرګون وښود .

هغې  وویل اروپایی اتحادیه په اټومی تړون کښې د ایران د ګټو دتضمینولو هڅه کوی .

موګرینی له ایران سره د اقتصادی چینلونو د خلاص  ساتلو لپاره د اروپایی اتحادیې بندوست ته اشاره وکړه او هغه یې په زړه پورې تدبیرونه وبلل او  دغه خبره تضمینولای شی چې ایران هماغه راز د اټومی تړون له ګټو برخمن  ووسی .

داروپایی اتحادیې دغه نامتو چارواکی ددغه پوښتنې په ځواب  کښې چې ته څومره ډاډمنه یې چې داروپایی اتحادیې تدبیرونه کولای شی دامریکا ددباونو په وړاندې دوام وکړی او اټومی موافقه وساتل شی  وویل له دې سره سره چې په مالی نظام او نړیوال اقتصاد کښې دامریکا وزن د پام وړی خو اروپا داټومی تړون ساتلو ته هوډمنه ده .

میرمن موګرینی وویل اروپایی اتحادیه اټومی موافقه کاملا ددغه اتحادیې ، دسیمې او دنړۍ د امنیتی ګټو په لړګښې ګڼی پردې اساس هرډول هڅه کوی چې ددغه تړون د له مینځه تلو مخه ونیسی ځکه چې باوری ده ددغه پیښې پایلې به غمیزه رامینځته کونکی وی