ایران او هند د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
-
دامریکا حکومت له هندوستان غوښتي دي له ایران څخه دتیلو اخیستل بند کړي .
فارس خبری اژانس وایی دهندوستان دبهرنیو چارو وزارت د ایران دخارجه وزیر دسیاسی چارو د مرستیال عباس عراقچی په مشرۍ دایران له یوه پلاوی سره ددغه وزارت د چارواکو دګډې غونډې له ختمیدا وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ مسائلو ، د اټومی موافقې او د دوه اړخیزه اړیکو په باره کښې د نوی ډیلی او دتهران د سلامشورې کولو خبر ورکړ .
دهند خارجه وزارت وویل د نوی ډیلی او د تهران په دغه غونډې کښې داټومی موافقې او هغې ته د اړونده مسائلو په اړه د نظر دتبادلې په ترڅ کښې هند ته دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی د رسمی سفر په وخت دغوره شویو فیصلو د اجرا د پرمختګ او په تیره بیا د اقتصادی او تجارتی ملګرتیاو د پیاوړتیا دحوزې په اړه غور وشو .
ایران او هند دغه راز موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو د ګډ کمیسیون راتلونکی غونډه دروان میلادی کال په نوامبر میاشت کښې په تهران کښې وشی .
هند ته د ایران د بهرنیو چارو دوزیر دسیاسی چارو دمرستیال عباس عراقچی دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې دامریکا حکومت له هندوستان غوښتی دی له ایران څخه دتیلو اخیستل بند کړی .