ایران او هند د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74767-ایران_او_هند_د_اړیکو_په_پراختیا_ټینګار_وکړ
فارس خبری اژانس وایی دهندوستان دبهرنیو چارو وزارت د ایران دخارجه وزیر دسیاسی چارو د مرستیال عباس عراقچی په مشرۍ دایران له یوه پلاوی سره ددغه وزارت د چارواکو دګډې غونډې له ختمیدا وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ مسائلو ، د اټومی موافقې او د دوه اړخیزه اړیکو په باره کښې د نوی ډیلی او دتهران د سلامشورې کولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2018 01:32 Asia/Kabul
  • دامریکا حکومت له هندوستان غوښتي دي له ایران څخه دتیلو اخیستل بند کړي .
    دامریکا حکومت له هندوستان غوښتي دي له ایران څخه دتیلو اخیستل بند کړي .

فارس خبری اژانس وایی دهندوستان دبهرنیو چارو وزارت د ایران دخارجه وزیر دسیاسی چارو د مرستیال عباس عراقچی په مشرۍ دایران له یوه پلاوی سره ددغه وزارت د چارواکو دګډې غونډې له ختمیدا وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ مسائلو ، د اټومی موافقې او د دوه اړخیزه اړیکو په باره کښې د نوی ډیلی او دتهران د سلامشورې کولو خبر ورکړ .

دهند خارجه وزارت وویل  د نوی ډیلی او د  تهران په دغه غونډې کښې داټومی موافقې او هغې ته د اړونده مسائلو په اړه د نظر دتبادلې په ترڅ کښې هند ته دایران داسلامی جمهوریت د ولسمشر حسن روحانی د رسمی سفر په وخت دغوره شویو فیصلو د اجرا د پرمختګ او په تیره بیا د اقتصادی او تجارتی ملګرتیاو د پیاوړتیا دحوزې په اړه غور وشو .

ایران او هند دغه راز موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو د ګډ کمیسیون راتلونکی غونډه دروان میلادی کال په نوامبر میاشت کښې په تهران کښې وشی .

هند ته د ایران د بهرنیو چارو دوزیر دسیاسی چارو دمرستیال عباس عراقچی دغه سفر په داسې حال کښې شوی چې دامریکا حکومت له هندوستان غوښتی دی له ایران څخه دتیلو اخیستل بند کړی .