داروپا دپانګونې بانک په ایران کښې پانګونه نشی کولای
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74836-داروپا_دپانګونې_بانک_په_ایران_کښې_پانګونه_نشی_کولای
زمونږخبریال وایی د اروپا د پانګونې د بانک مشر ورنر هویر (Werner Hoyer) داټومی موافقې له ساتلو د اروپایی هیوادونو له ملاتړ سره سره وویل دغه بانک په ایران کښې پانګونه نشی کولای .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2018 00:20 Asia/Kabul
  • دایران د اټومي موافقې د ژوندۍ ساتلو لپاره د اروپايي اتحادیې له هڅې ددغه بانک له ملاتړ سره سره  د اروپا د پانګونې بانک فعال رول نشي لرلی .
    دایران د اټومي موافقې د ژوندۍ ساتلو لپاره د اروپايي اتحادیې له هڅې ددغه بانک له ملاتړ سره سره د اروپا د پانګونې بانک فعال رول نشي لرلی .

زمونږخبریال وایی د اروپا د پانګونې د بانک مشر ورنر هویر (Werner Hoyer) داټومی موافقې له ساتلو د اروپایی هیوادونو له ملاتړ سره سره وویل دغه بانک په ایران کښې پانګونه نشی کولای .

هغه پرون خبریالانو ته وویل دایران د اټومی موافقې د ژوندۍ ساتلو لپاره د اروپایی اتحادیې له هڅې ددغه بانک له ملاتړ سره سره  د اروپا د پانګونې بانک فعال رول نشی لرلی .

اروپایی اتحادیې په راتلونکو میاشتو کښې دامریکا د بندیزونو له لګیدا وروسته ایران ته د پیسو د انتقالیدا د ممکن کیدا په هدف سره د اروپا د پانګونې بانک ته په ایران کښې د فعالیت اجازه ورکړی ده .

د اروپا دپانګونې بانک چې  د اروپایی اتحادیې د پور او کریډټ ورکولو او د پانګونې د تضمین اداره ده اندیښمن دی چې په ایران کښې یې فعالیت سبب شی  دامریکا په بازارونو کښې ددغه بانک ونډه کمه شی .

له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته اروپایی اتحادیه هڅه کوی د حل لارو په وړاندې کولو سره په دغه تړون کښې خپلو ژمنو ته پاې بند ووسی .

اروپایی اتحادیه غواړی په دې زمینه کښې څو داسې عملی اقدامات ترسره کړی چې دایران اسلامی جمهوریت هم ورباندې ټینګار لری .