داروپا دپانګونې بانک په ایران کښې پانګونه نشی کولای
-
دایران د اټومي موافقې د ژوندۍ ساتلو لپاره د اروپايي اتحادیې له هڅې ددغه بانک له ملاتړ سره سره د اروپا د پانګونې بانک فعال رول نشي لرلی .
زمونږخبریال وایی د اروپا د پانګونې د بانک مشر ورنر هویر (Werner Hoyer) داټومی موافقې له ساتلو د اروپایی هیوادونو له ملاتړ سره سره وویل دغه بانک په ایران کښې پانګونه نشی کولای .
هغه پرون خبریالانو ته وویل دایران د اټومی موافقې د ژوندۍ ساتلو لپاره د اروپایی اتحادیې له هڅې ددغه بانک له ملاتړ سره سره د اروپا د پانګونې بانک فعال رول نشی لرلی .
اروپایی اتحادیې په راتلونکو میاشتو کښې دامریکا د بندیزونو له لګیدا وروسته ایران ته د پیسو د انتقالیدا د ممکن کیدا په هدف سره د اروپا د پانګونې بانک ته په ایران کښې د فعالیت اجازه ورکړی ده .
د اروپا دپانګونې بانک چې د اروپایی اتحادیې د پور او کریډټ ورکولو او د پانګونې د تضمین اداره ده اندیښمن دی چې په ایران کښې یې فعالیت سبب شی دامریکا په بازارونو کښې ددغه بانک ونډه کمه شی .
له اټومی موافقې د امریکا له وتلو وروسته اروپایی اتحادیه هڅه کوی د حل لارو په وړاندې کولو سره په دغه تړون کښې خپلو ژمنو ته پاې بند ووسی .
اروپایی اتحادیه غواړی په دې زمینه کښې څو داسې عملی اقدامات ترسره کړی چې دایران اسلامی جمهوریت هم ورباندې ټینګار لری .