هندوستان له ایران څخه دتیلو اخیستلو ته دوام ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74837-هندوستان_له_ایران_څخه_دتیلو_اخیستلو_ته_دوام_ورکوی
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د جرمنی دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال نیلز انن پرون د هند له یوې رسنۍ سره په مرکه کښې وویل هندوستان هماغه راز له ایران څخه د تیلو د اخیستلو د دوام غوښتونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2018 00:30 Asia/Kabul
  • له ایران سره د شرکتونو د ملګرتیا د زمینې د برابرولو لپاره د مناسب مالي اوزار پیدا کول یو(۱) پیچلی خو ضروري کار دی .
    له ایران سره د شرکتونو د ملګرتیا د زمینې د برابرولو لپاره د مناسب مالي اوزار پیدا کول یو(۱) پیچلی خو ضروري کار دی .

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د جرمنی دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال نیلز انن پرون د هند له یوې رسنۍ سره په مرکه کښې وویل هندوستان هماغه راز له ایران څخه د تیلو د اخیستلو د دوام غوښتونکی دی .

هغه دایران پرضد دبندیزونو په بیا لګولو کښې د امریکا په سیاستونو دنیوکې په ترڅ کښې د هندوستان لخوا له ایران څخه د تیلو د  اخیستلو د دوام اعلان ډیره اهمیت لرونکی موضوع وبلله .

انن په دې خبرې ټینګار سره چې د هیوادونو هڅه باید دایران پرضد د امریکا له بندیزونو سره د مقابلې په هدف سره د یوې (۱)مالی لارې په رامینځته کولو متمرکزه ووسی وویل له ایران سره د شرکتونو د ملګرتیا د زمینې د برابرولو لپاره د مناسب مالی اوزار پیدا کول یو(۱) پیچلی خو ضروری کار دی .

دامریکا حکومت له اټومی موافقې له وتلو وروسته ټینګار وکړ د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې تر څلورمې (۴)نیټې پورې به  دایران دتیلو صادرات صفر ته ورسوی .