هندوستان له ایران څخه دتیلو اخیستلو ته دوام ورکوی
-
له ایران سره د شرکتونو د ملګرتیا د زمینې د برابرولو لپاره د مناسب مالي اوزار پیدا کول یو(۱) پیچلی خو ضروري کار دی .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د جرمنی دبهرنیو چارو د وزیر مرستیال نیلز انن پرون د هند له یوې رسنۍ سره په مرکه کښې وویل هندوستان هماغه راز له ایران څخه د تیلو د اخیستلو د دوام غوښتونکی دی .
هغه دایران پرضد دبندیزونو په بیا لګولو کښې د امریکا په سیاستونو دنیوکې په ترڅ کښې د هندوستان لخوا له ایران څخه د تیلو د اخیستلو د دوام اعلان ډیره اهمیت لرونکی موضوع وبلله .
انن په دې خبرې ټینګار سره چې د هیوادونو هڅه باید دایران پرضد د امریکا له بندیزونو سره د مقابلې په هدف سره د یوې (۱)مالی لارې په رامینځته کولو متمرکزه ووسی وویل له ایران سره د شرکتونو د ملګرتیا د زمینې د برابرولو لپاره د مناسب مالی اوزار پیدا کول یو(۱) پیچلی خو ضروری کار دی .
دامریکا حکومت له اټومی موافقې له وتلو وروسته ټینګار وکړ د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې تر څلورمې (۴)نیټې پورې به دایران دتیلو صادرات صفر ته ورسوی .