د بریتانیا حالت ډیر خراب دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74838-د_بریتانیا_حالت_ډیر_خراب_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن د خپلې استعفا په هکله وینا کښې د میرمن ټریزا مې (Theresa May) په سیاستونو نیوکې سره هغه یوه(۱) بې کفایته لومړۍ وزیره وبلله او ورباندې یې نیوکه وکړه او ویې ویل د انګلستان حالت خراب دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2018 00:42 Asia/Kabul
  • د انګلستان کابو درې پنځوس(۵۳) فیصده خلکو د ۲۰۱۶ میلادي کال په ټولپوښتنې کښې له اروپايي اتحادیې څخه وتلو ته مثبته رایه ورکړه .
    د انګلستان کابو درې پنځوس(۵۳) فیصده خلکو د ۲۰۱۶ میلادي کال په ټولپوښتنې کښې له اروپايي اتحادیې څخه وتلو ته مثبته رایه ورکړه .

ایرنا خبری اژانس وایی د بریتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن د خپلې استعفا په هکله وینا کښې د میرمن ټریزا مې (Theresa May) په سیاستونو نیوکې سره هغه یوه(۱) بې کفایته لومړۍ وزیره وبلله او ورباندې یې نیوکه وکړه او ویې ویل د انګلستان حالت خراب دی .

بوریس جانسن چې لس(۱۰) ورځې مخکې یې لومړۍ وزیرې ټریزا مې ته له خارجه وزارت څخه استعفا ورکړی وه پرون په ولسی جرګې هاوس اف کامنز(House of Commons of the United Kingdom) کښې  له اروپایی اتحادیې د لندن د وتلو په اړه د لومړۍ وزیرې په نویو دریځونو  غور وکړ .

د بریتانیا دپخوانی خارجه وزیر بوریس جانس نیوکې له اروپایی اتحادیې ددغه هیواد د وتلو داجرا په زمینې کښې د چکرز په نوم د لومړۍ وزیرې ټیریزا مې وروستی وړاندیز ته متوجه دی چې زیات بحثونه یې راپارولی دی .

د انګلستان کابو درې پنځوس(۵۳) فیصده خلکو د ۲۰۱۶ میلادی کال په ټولپوښتنې کښې له اروپایی اتحادیې څخه وتلو ته مثبته رایه ورکړه .

انګلستان د  ۲۰۱۹ میلادی کال تر مارچ میاشتې پورې وخت لری له اروپایی اتحادیې دوتلو دڅرنګوالی په اړه له دغه اتحادیې سره موافقې ته ورسیږی .