د اروپایانو د ویشلو لپاره دامریکا هڅه بې ګټې ده
-
د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر ټاکل شوی دی چې د جولاۍ په پینځویشتمه(۲۵) نیټه د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره دکتې لپاره واشنګټن ته ولاړ شي .
زمونږ خبریال وایی د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر (Jean-Claude Juncker) خبرداری ورکړ له تجارتی نظره په دوو(۲) برخو د اروپایانو د ویشلو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ هڅه چټی کار دی .
هغه پرون په داسې حال کښې دغه خبره وکړه چې ټاکل شوی ده راتلونکی اونۍ په واشنګټن کښې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره کتنه وکړی .
د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر په بروکسل کښې خبری کانفرنس ته وویل زه غواړم دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه موضوع ته متوجه کړم کله چې د تجارت موضوع مطرح ده نو اروپایی اتحادیه یوه(۱) نا جلاکیدونکی ټولګه جوړوی .
هغه وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ له دې مخکې هم په دې اړه هڅه کړی ده خو بریالۍ نه وه نو پردې اساس د اروپایانو د ویشلو لپاره د هغه ټولې هڅې چټی دی .
د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر ټاکل شوی دی چې د جولاۍ په پینځویشتمه(۲۵) نیټه د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره دکتې لپاره واشنګټن ته ولاړ شی .
ددغه سفر هدف د امریکا او د اروپایی اتحادیې ترمینځ د تجارتی تاوتریخوالوکمول بلل شوی دی .