د اروپایانو د ویشلو لپاره دامریکا هڅه بې ګټې ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74840-د_اروپایانو_د_ویشلو_لپاره_دامریکا_هڅه_بې_ګټې_ده
زمونږ خبریال وایی د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر (Jean-Claude Juncker) خبرداری ورکړ له تجارتی نظره په دوو(۲) برخو د اروپایانو د ویشلو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ هڅه چټی کار دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2018 01:10 Asia/Kabul
  • د اروپا دکمیسیون مشر  ژان کلاوډ یونکر ټاکل شوی دی چې د جولاۍ په پینځویشتمه(۲۵) نیټه د امریکا له ولسمشر ټرمپ  سره دکتې لپاره واشنګټن ته ولاړ شي .
    د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر ټاکل شوی دی چې د جولاۍ په پینځویشتمه(۲۵) نیټه د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره دکتې لپاره واشنګټن ته ولاړ شي .

زمونږ خبریال وایی د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر (Jean-Claude Juncker) خبرداری ورکړ له تجارتی نظره په دوو(۲) برخو د اروپایانو د ویشلو لپاره د امریکا دولسمشر ټرمپ هڅه چټی کار دی .

هغه پرون په داسې حال کښې دغه خبره وکړه چې ټاکل شوی ده  راتلونکی اونۍ په واشنګټن کښې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره کتنه وکړی .

د اروپا دکمیسیون مشر ژان کلاوډ یونکر په بروکسل کښې خبری کانفرنس ته وویل زه غواړم دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه موضوع ته متوجه کړم کله چې  د تجارت موضوع مطرح ده نو اروپایی اتحادیه یوه(۱) نا جلاکیدونکی ټولګه جوړوی .

هغه وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ له دې مخکې هم په دې اړه هڅه کړی ده خو بریالۍ نه وه  نو پردې اساس د اروپایانو د ویشلو لپاره د هغه ټولې هڅې چټی دی .

د اروپا دکمیسیون مشر  ژان کلاوډ یونکر ټاکل شوی دی چې د جولاۍ په پینځویشتمه(۲۵) نیټه د امریکا له ولسمشر ټرمپ  سره دکتې لپاره واشنګټن ته ولاړ شی .

ددغه سفر هدف د امریکا او د اروپایی اتحادیې ترمینځ د تجارتی تاوتریخوالوکمول بلل شوی دی .