امریکا د روسیې ولسمشر ته دسفر بلنه ورکوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74874-امریکا_د_روسیې_ولسمشر_ته_دسفر_بلنه_ورکوی
زمونږخبریال وایی دامریکا دسپینې ماڼۍ ویاندې میرمن سارا هوکابې سانډرز (Sarah Huckabee Sanders) وویل ولسمشر ټرمپ دملی امنیت له سلاکار جان بولټن غوښتی دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین واشنګټن ته دعوت کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2018 01:25 Asia/Kabul
  • ولسمشر ټرمپ له حکومته غوښتي دي چې دروان میلادي کال په اخر کښې د روسیې ولسمشر پوتین واشنګټن ته دعوت کاندي .
    ولسمشر ټرمپ له حکومته غوښتي دي چې دروان میلادي کال په اخر کښې د روسیې ولسمشر پوتین واشنګټن ته دعوت کاندي .

زمونږخبریال وایی دامریکا دسپینې ماڼۍ ویاندې میرمن سارا هوکابې سانډرز (Sarah Huckabee Sanders) وویل ولسمشر ټرمپ دملی امنیت له سلاکار جان بولټن غوښتی دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین واشنګټن ته دعوت کړی .

هغې وویل چې  ولسمشر ټرمپ له حکومته غوښتی دی چې دروان میلادی کال په اخر کښې د روسیې ولسمشر پوتین واشنګټن ته دعوت کاندی .

دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د امریکا د ولسمشر بلنه په داسې حال کښې ورکول کیږی‎ چې د فینلینډ په پلازمینې هیلسینکی کښې د روسیې له ولسمشر پوتین سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ په کتنې سختې نیوکې شوی دی .

دامریکا ډیموکراټ او ریپبلیکن ګوندونو د۲۰۱۶میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د  روسیې د لاسوهنې په اړه د امریکا د  جاسوسۍ ادارو د فیصلو د ملاتړ پرځاې د روسیې دملاتړ کولو په وجه په ولسمشر ترمپ سختې نیوکې کړی دی .