امریکا د روسیې ولسمشر ته دسفر بلنه ورکوی
-
ولسمشر ټرمپ له حکومته غوښتي دي چې دروان میلادي کال په اخر کښې د روسیې ولسمشر پوتین واشنګټن ته دعوت کاندي .
زمونږخبریال وایی دامریکا دسپینې ماڼۍ ویاندې میرمن سارا هوکابې سانډرز (Sarah Huckabee Sanders) وویل ولسمشر ټرمپ دملی امنیت له سلاکار جان بولټن غوښتی دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین واشنګټن ته دعوت کړی .
هغې وویل چې ولسمشر ټرمپ له حکومته غوښتی دی چې دروان میلادی کال په اخر کښې د روسیې ولسمشر پوتین واشنګټن ته دعوت کاندی .
دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د امریکا د ولسمشر بلنه په داسې حال کښې ورکول کیږی چې د فینلینډ په پلازمینې هیلسینکی کښې د روسیې له ولسمشر پوتین سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ په کتنې سختې نیوکې شوی دی .
دامریکا ډیموکراټ او ریپبلیکن ګوندونو د۲۰۱۶میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې په اړه د امریکا د جاسوسۍ ادارو د فیصلو د ملاتړ پرځاې د روسیې دملاتړ کولو په وجه په ولسمشر ترمپ سختې نیوکې کړی دی .