لمر سترګه تندر نیسی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74912-لمر_سترګه_تندر_نیسی
زمونږ خبریال راپور راکړی نجومیانو او ستور پیژاندو ویلی دی چې د یویشتمې(۲۱) میلادی پیړۍ دلمر سترګې د تندر تر ټولو اوږده نیول به د روان میلادی کال د جولاۍ د میاشتې په اوویشتمه (۲۷)نیټه ترسره شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2018 11:04 Asia/Kabul
  • د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په یویشتمه (۲۱)نیټه به هم مریخ سیاره له ځمکې سره په لنډ واټن کښې وي .
    د روان میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په یویشتمه (۲۱)نیټه به هم مریخ سیاره له ځمکې سره په لنډ واټن کښې وي .

زمونږ خبریال راپور راکړی نجومیانو او ستور پیژاندو ویلی دی چې د یویشتمې(۲۱) میلادی پیړۍ دلمر سترګې د تندر تر ټولو اوږده نیول به د روان میلادی کال د جولاۍ د میاشتې په اوویشتمه (۲۷)نیټه ترسره شی .

دلمر سترګې دتندر دغه نیول به شپږ(۶) ساعته او څوارلس (۶)دقیقې دوام ولری  .

ستورپیژاندو زیاته کړی ده چې د لمر سترګې د بشپړیدا  پړاو به یو(۱) ساعت او اوه پنځوس(۵۷) ثانیې وی .

د روان میلادی کال د جولاۍ د میاشتې په یویشتمه (۲۱)نیټه به هم مریخ سیاره له ځمکې سره په لنډ واټن کښې وی .

ستور پیژاندو ویلی دی چې په پاکستان کښې د لمر سترګې د تندر نیول به د روان میلادی کال د جولاۍ د میاشتې په اوویشتمه(۲۷) نیټه د شپې په لس (۱۰)بجې او څوارلس(۱۴) دقیقې پیل شی او د لمر سترګې تندر نیول به هم د جولاۍ په اتویشتمه(۲۸) نیټه دسهار په څلور(۴) بجې او اتویشت(۲۸) دقیقې پاې ته ورسیږی .