په کاناډا کښې دوه کسان په ډزو وژل شوی
Jul 23, 2018 07:00 Asia/Kabul
-
د کاناډا د ټورنټو دپولیسو مشر سانډرز(Mark Saunders) وویل یوه حمله کونکي پینځلس(۱۵) کسان په ټوپک سره ویشتلي دي .
زمونږخبریال وایی دکاناډا د ټورنټو (Toronto)ښار په ډانفورډ اینډ پیپ (Danforth and Pape Avenue) سیمه کښې نن په یوه رستوران کښې په ډوز کښې دوه (۲)کسان مړه او پینځلس (۱۵) نور ژوبل شوی دی .
په وژل شویو کسانو کښې یو (۱)حمله کونکی او یوه(۱) ښځه شامله ده .
حمله کونکی له پولیسو سره د ډزو په تبادلې کښې وژل شوی دی .
په پینځلسو(۱۵) ژوبلو کسانو کښې یوه(۱) ځوانۍ انجلۍ هم شته چې مرګی حاله ده .
د کاناډا د ټورنټو دپولیسو مشر سانډرز(Mark Saunders) وویل یوه حمله کونکی پینځلس(۱۵) کسان په ټوپک سره ویشتلی دی او یوه(۱) ژوبله شوی کوچنۍ انجلۍ مرګی حاله ده
د ټورنټو د پولیسو مشر مارک سانډرز وویل پولیسو د حمله کونکی انګیزه نه ده تائید کړی او ترڅو چې نور اطلاعات نه وی ترلاسه شوی مونږ څه نشو ویلی .