په کاناډا کښې دوه کسان په ډزو وژل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i74971-په_کاناډا_کښې_دوه_کسان_په_ډزو_وژل_شوی
زمونږخبریال وایی دکاناډا د ټورنټو (Toronto)ښار په ډانفورډ اینډ پیپ (Danforth and Pape Avenue) سیمه کښې نن په یوه رستوران کښې په ډوز کښې دوه (۲)کسان مړه او پینځلس (۱۵) نور ژوبل شوی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2018 07:00 Asia/Kabul
  • د کاناډا د ټورنټو دپولیسو مشر سانډرز(Mark Saunders) وویل یوه حمله کونکي پینځلس(۱۵) کسان په ټوپک سره ویشتلي دي .
    د کاناډا د ټورنټو دپولیسو مشر سانډرز(Mark Saunders) وویل یوه حمله کونکي پینځلس(۱۵) کسان په ټوپک سره ویشتلي دي .

زمونږخبریال وایی دکاناډا د ټورنټو (Toronto)ښار په ډانفورډ اینډ پیپ (Danforth and Pape Avenue) سیمه کښې نن په یوه رستوران کښې په ډوز کښې دوه (۲)کسان مړه او پینځلس (۱۵) نور ژوبل شوی دی .

په وژل شویو کسانو کښې یو (۱)حمله کونکی او یوه(۱) ښځه  شامله ده .

حمله کونکی له پولیسو سره د ډزو په تبادلې کښې وژل شوی دی .

په  پینځلسو(۱۵) ژوبلو کسانو کښې یوه(۱) ځوانۍ انجلۍ هم شته چې مرګی حاله ده .

د کاناډا د ټورنټو دپولیسو مشر سانډرز(Mark Saunders) وویل یوه حمله کونکی پینځلس(۱۵) کسان په ټوپک سره ویشتلی دی او یوه(۱)  ژوبله شوی کوچنۍ انجلۍ مرګی حاله ده

د ټورنټو د پولیسو مشر مارک سانډرز  وویل پولیسو د حمله کونکی انګیزه نه ده تائید کړی او ترڅو چې نور اطلاعات نه وی ترلاسه شوی مونږ څه نشو ویلی .