ټرمپ د ایران دولسمشر وینا ته غبرګون وښود
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ باید پوه شي چې ایران د تاریخ په اوږدو کښې د سیمې د اوبلارې دامنیت ضامن وو او دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن په خپل ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې د ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف له وینا چې په اټومی خبرو کښې یې امریکا ته کړی وه او ویلی یې وو هیڅکله یوه(۱) ایرانی ته ګواښ ونکړې نقل وکړ .
ټرمپ دایران د ولسمشر حسن روحانی خبرداریو ته په یوه(۱) انفعالی دریځ او لویو ټکو سره ولیکل هیڅکله او هیڅ وخت بیا امریکا ته ګواښ ونکړئ .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ ګواښ په اټومی خبرو کښې د ایران دخارجه وزیر جواد ظریف له وینا څخه نقل دی چې دامریکا دهغه وخت خارجه وزیر جان کیری ته یې ویلی وو هیڅکله یوه (۱)ایرانی ته ګواښ ونکړئ .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په ټویټر پاڼې دخپل پیغام په دوام کښې دایران دولسمشر حسن روحانی د پرون ورځې د وینا په اړه چې ټینګار یې کړی دی امریکا باید پوهه شی له ایران سره سوله د سولو مور او له ایران سره جنګ د جنګونو مور ده غوسه شو او ویې لیکل امریکا داسې هیواد نه دی چې تاوتریخجنې ویناوې وزغمی .
د ایران ولسمشر حسن روحانی پرون امریکا ته په وینا او دواشنګټن دغه خبرې ته په ځواب کښې چې ویلی وو اجازه نه ورکوو ایران تیل صادر کړی وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ باید پوه شی چې ایران د تاریخ په اوږدو کښې د سیمې د اوبلارې دامنیت ضامن وو او دی او ټرمپ دې زمری له لکۍ سره لوبې مه کوی ځکه چې دایران ځواب به پښیمانه کونکی وی .