امریکا له ایران سره موافقې ته چمتو والی وښود
-
امریکا د ولسمشر ټرمپ په حکومت کښې د ایران پرضد خپل اقدامات او دریځونه سخت کړي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر ټرمپ دایران پرضد له لاپو وهلو دوه(۲) ورځې وروسته د هغه څه لپاره چې له تهران سره یې حقیقی موافقه وبلله چمتووالی وښود .
دایران ولسمشر حسن روحانی په تیرې یکشنبې ورځ خبرداری ورکړی وو دامریکا ولسمشر ټرمپ باید ایران ته ګواښ ونکړی ځکه چې دایران ځواب به پښیمانه کونکی وی .
په مقابل کښې دامریکا ولسمشر ټرمپ هم په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې دایران دولسمشر حسن روحانی ګواښ ته په ځواب کښې په غټو ټکو سره وویل هیڅکله او هیڅ وخت دوباره امریکا ته ګواښ ونکړئ .
خو دامریکا ولسمشر ټرمپ پرون په کانزاس ښار کښې د متقاعدو شویو عسکرو په ټول کښې وویل مونږ چمتو یوو چې له ایران سره حقیقی موافقې ته ورسیږو .
هغه یوځل بیا اټومی موافقه غمیزه وبلله او ادعا یې وکړه ما امریکا د ایران له ویرونکی او یواړخیزه موافقې ایستلی ده .
امریکا د ولسمشر ټرمپ په حکومت کښې د ایران پرضد خپل اقدامات او دریځونه سخت کړی دی او عملا له ایران سره د اقتصادی جنګ ډګر ته ورننوتلی ده .