ایران امریکا ته نه تسلیمیږی
-
دایران پرضد دامریکا د ولسمشر وروستی ګواښ د عمومي افکارو د ذهنونو د منحرفولو لپاره یو (۱)ډول هڅه وه .
دامریکا دبهرنیو چارو دوزیر پخوانۍ مرستیالې میرمن وینډی شیرمین (Wendy Sherman)وویل ایران د امریکا ولسمشر ټرمپ ته نه تسلیمیږی .
هغې له این بی سی (NBC)ټیلی ویژن سره په مرکه کښې د ایران پرضد دامریکا د ولسمشر ټرمپ وروستیو ګواښونو ته په اشارې سره دټرمپ دغه کړچار دهغه دکمزورتیا نښه وبلله او ټینګار یې وکړ ایران به تسلیم نشی .
وینډی شیرمین وویل دایران پرضد دامریکا د ولسمشر وروستی ګواښ د عمومی افکارو د ذهنونو د منحرفولو لپاره یو (۱)ډول هڅه وه .
هغې وویل دامریکا ولسمشر ټرمپ داسې فکر کوی که چیرې په لوړ غږ سره خبرې وکړی نو په ښه ډول به واوریدل شی داپه داسې حال کښې دی چې دجدی موردونو په هکله به ارامه او نرمه لهجه ښه نتیجه ورکړی .
له ایران سره په اټومی خبرو کښې د امریکا د مرکچی پلاوی مشرې میرمن وینډی شیرمین دغه راز په مسخرې سره وویل حاضردمه امریکا داسې ولسمشر لری چې د ایران او د شمالی کوریا لپاره یوشمیر پروګرامونه او کړچارونه لری خو داسې هیڅ کارنده ستراتیژۍ چې په نهایت کښې کومه نتیجه ورکړی نلری .