هند په چابهار بندر کښې ملګرتیا ته تیار دی
-
هند به دخپلو ګټو دساتلو لپاره له ټولو موجودو فرصتونو استفاده وکړي .
ایرنا خبری اژانس وایی د هندوستان په اقتصاد او تجارت وزارت کښې د صادراتو د پراختیا دشورا مشر وینا شرما دسیمې د اقتصاد په پراختیا کښې د ایران دچابهار بندر په اهمیت ټینګار سره وویل د ځینو هیوادونو سیاسی فیصلې به په دغه ستراتیژیک بندر کښې د شتون د زیاتولو په هکله د نوی ډیلی د چارواکو په ارادې هیڅ اغیز ونلری .
دهند دغه چارواکی دامریکا له دباونو سره سره دایران په چابهار بندر کښې د پانګونې د دوام لپاره د نوی ډیلی ارادې ته په اشارې سره ټینګار وکړ هند به دخپلو ګټو دساتلو لپاره له ټولو موجودو فرصتونو استفاده وکړی .
مخکې دهند دټرانسپورټ وزیر نیتین ګاډکاری هم هیله کړی وه دامریکا له دباونو سره سره دنوی ډیلی حکومت وکولای شی تر راتلونکی میلادی کال (۲۰۱۹)پورې په چابهار بندر کښې خپل اقتصادی پروګرامونه عملیاتی کاندی .
هغه ویلی وو چابهاربندر دنړۍ بازارونو ته د هند داوقیانوسیې د څنډې دهیوادونو د لاسرسی ترټولو ښه او ارزانه لاره ده او د ګاونډیو هیوادونو د پراختیا سبب کیدلای شی .