امریکا نشی کولای هند له تیلو اخیستلو منع کړی
-
د روان میلادي کال په لومړیو شپږو(۶) میاشتو کښې له مینځني ختیځ څخه دهندوستان د واردو شویو تیلو څلورمه(۴) برخه له ایران اسلامي جمهوریت څخه ده .
ایرنا خبری اژانس وایی هندوستان ټایمز(Hindustan Times) ورځپاڼې له اټومی موافقې دامریکا وتلو او د هند د انرژۍ په امنیت ددغه فیصلې اغیز ته په اشارې سره ولیکل امریکا نشی کولای هندوستان دایران له اسلامی جمهوریت څخه دتیلو د اخیستلو بندولو ته مجبوره کړی .
دغه ورځپاڼې پرون د هند د تیلو د وزارت راپور ته په اشارې سره ولیکل د روان میلادی کال په لومړیو شپږو(۶) میاشتو کښې له مینځنی ختیځ څخه دهندوستان د واردو شویو تیلو څلورمه(۴) برخه له ایران اسلامی جمهوریت څخه ده .
هندوستان ټایمز ورځپاڼې ولیکل که چیرې هند مجبوره شی له ایران څخه دتیلو واردول بند کړی هندوستان به د ارزان بیه تیلو له لاسه ورکولو او په نړیواله سویه دتیلو دبیو له لوړیدا سره مخ شی .
دغه ورځپاڼې زیاته کړه د تیلو د بیو دزیاتیدا له کبله د تیلو شوک د هندوستان د اقتصاد لپاره ډیر وراونکی دی او په هیواد کښې به د انفلاسیون د زیاتیدا او د روپۍ د ارزښت دکمیدا سبب شی .
امریکا له اټومی تړون وتلو وروسته له خپلو متحدانو غوښتی دی چې دایران پرضد داقتصادی بندیز دیوې(۱) برخې په توګه له تهران څخه د تیلو واردول صفر ته ورسوی .