وېنډي شرمن: ايرانيان د واشنګټڼ د بنديزونو په وړاندې نه تسلميږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75161-وېنډي_شرمن_ايرانيان_د_واشنګټڼ_د_بنديزونو_په_وړاندې_نه_تسلميږي
د امريکې د خارجه وزير مخکېنۍ مرستيالې وويل: ايرانيان د واشنګټڼ د بنديزونو په مقابل کښې نه تسلميږي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2018 02:02 Asia/Kabul
  • وېنډي شرمن: ايرانيان د واشنګټڼ د بنديزونو په وړاندې نه تسلميږي

د امريکې د خارجه وزير مخکېنۍ مرستيالې وويل: ايرانيان د واشنګټڼ د بنديزونو په مقابل کښې نه تسلميږي

زمونږ خبريال د ياهو نيوز په نقل سره رپوټ ورکړ، مېرمن وېنډي شرمن وويل، ايرانيان د مقاومت کلتور لري او له خپلو حقوقو څخه ډډه کول د دباونو په وړاندې تسليمېدل بولي.

د امريکې د خارجه وزير مخکېنۍ مرستيالې د ايران په وړاندې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پالېسيو باندې په نيوکې سره واضحه کړه، د ټرمپ ډېپلومېټکه طريقه دا ده چې په ګواښ سره حمله کوي او بيا وروسته وائي راشئ چې خبرې اترې وکړوو او موافقې ته ورسوو.

مېرمن وېنډي شرمپ په دوام کښې وويل: د ټرمپ د کمزورۍ  تر ټولو لوے ټکے دا دے چې له داسې دقيقو سياستونو او ضروري کوششونو خالي دے چې وکړې شي زباني موافقې د لازمو نړيوالو معاهدو بدل کړي.  

مېرمن وېنډي شرمن له دې مخکې هم له اېن بي سي چېنل سره په مرکه کښې د ايران په خلاف د امريکې د ولسمشر وروستيو دړکو ته په اشارې سره د ډونالډ ټرمپ دغه چلند د هغه کمزوري وبلله او تاکيد يې وکړ ايرانيان به ورته تسليم نه شي.