د هند لومړی وزیر پاکستان ته ورځی
Aug 01, 2018 01:03 Asia/Kabul
-
دهند لومړي وزیر ناریندرا مودي دغه راز دپاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ته په انتخاباتو کښې د بریالیتوب په اړه مبارکي هم ویلي ده .
ټایمز اف اینډیا ورځپاڼې ادعا کړی ده چې دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان د لومړی وزارت دلوړې په دستورو کښې د هندوستان د لومړی وزیر ناریندرا مودی د ګډون په اړه غور کوی .
دغه ورځپاڼې دپاکستان دتحریک انصاف د یوه(۱) لوړرتبه مشر په قول ادعا وکړه عمران خان د لومړی وزارت د لوړې په دستورو کښې دهند دلومړی وزیر ناریندرا مودی په شمول دسارک(South Asian Association for Regional Cooperation) موسسې دټولو غړیو هیوادونو مشران وربلل غواړی .
دهند لومړی وزیر ناریندرا مودی دغه راز دپاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان ته په انتخاباتو کښې د بریالیتوب په اړه مبارکی هم ویلی ده .