عمان د ایران او د امریکا ترمینځ مینځګړیتوب ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75215-عمان_د_ایران_او_د_امریکا_ترمینځ_مینځګړیتوب_ته_چمتو_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د عمان د باندنیو چارو وزیر یوسف بن علوی وویل مسقط چمتو دی د ایران او د امریکا ترمینځ د مینځګړی په توګه دعمل ډګر ته ورننوځی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2018 02:01 Asia/Kabul
  • د عمان خارجه وزیر  یوسف بن علوي وویل مونږ باوري یوو خبرې اترې پیلولی شو .
    د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوي وویل مونږ باوري یوو خبرې اترې پیلولی شو .

ایرنا خبری اژانس وایی د عمان د باندنیو چارو وزیر یوسف بن علوی وویل مسقط چمتو دی د ایران او د امریکا ترمینځ د مینځګړی په توګه دعمل ډګر ته ورننوځی .

هغه له الجزیره ټیلی ویژن سره په مرکه کښې امریکا ته دخپل سفر په اړه وویل ما  د ایران په شمول د هیڅ هیواد پیغام امریکا ته نه دی وروړی .

د عمان خارجه وزیر  یوسف بن علوی وویل مونږ باوری یوو خبرې اترې پیلولی شو .

هغه امریکا ته د سفر په وخت له خارجه وزیر مایک پمپئو سره کتنه کړی وه او د ایران او د امریکا ترمینځ د مینځګړیتوب لپاره یې دخپل هیواد په چمتووالی ټینګار کړی وو .

خو دلندن چاپ العرب ورځپاڼې په تیرې شنبې ورځ ویلی وو واشنګټن ته د عمان دخارجه وزیر یوسف بن علوی  دجمعې ورځ سفر او دامریکا له دفاع وزیر جیمز ماټیس سره دهغه کتنه دایران او دامریکا ترمینځ د تاوتریخوالی دکمولو او د دغو دوو(۲) هیوادونو ترمینځ د مینځګړیتوب کولو لپاره شوی وه .