خوږې خبرې (۴۳)
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75243-خوږې_خبرې_(۴۳)
ای جوبیره ، خداوند متعال د اسلام په برکت د وګړو ارزښت بدل کړ ، ډیر کسان د جاهلیت په پړاو کی محترم وو خو د اسلام له نظره یې ارزښت او مرتبه نه درلوده او ډیر کسان چی د جاهلیت په پړاو کی خوار او هیڅ نه وو ، خو اسلام دهغو قدر او منزلت لوړ کړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2018 07:46 Asia/Kabul
  • خوږې خبرې (۴۳)

ای جوبیره ، خداوند متعال د اسلام په برکت د وګړو ارزښت بدل کړ ، ډیر کسان د جاهلیت په پړاو کی محترم وو خو د اسلام له نظره یې ارزښت او مرتبه نه درلوده او ډیر کسان چی د جاهلیت په پړاو کی خوار او هیڅ نه وو ، خو اسلام دهغو قدر او منزلت لوړ کړ

 

«««

د نبی مکرم حضرت محمد ص په وخت کی د جوبیر په نوم یوه کس کس ژوند کاوه چی یو فقیر او بې وزله کس وو  او له ظاهری پلوه یې هم هیڅ امتیاز نه درلوده  خو د جوبیر زړه له ایمانه ډک وو  او په خلکو کی په ذکاوت ، ازادې او حق غوښتنې مشهور وو ، هغه د یمامه اوسیدونکې وو  او کله یې چی د اسلام مشهورتیا او غږ ، غوږونو ته ورسید ، نو مدینه ته ولاړ او مسلمان شو او د رسول ا... مبارک په اصحابو کی شامل شو ، یوه ورځ ورته د خدای ګران رسول وفرمایل ،

جوبیر څومره به ښه وی چی واده وکړی او کورنۍ جوړه کړې  تر څو یوازې نه وې .

جوبیر هغه یوازې څیز چی پرې فکر یې نه کاوه دا وو چی یوه ورځ به کور او میرمن او بچیان ولری ، نو ځکه یې د رسول ا... مبارک په ځواب کی وویل :ای د خدای رسوله ، نه شتمنی لرم او نه ښکلا ، څوک ما ته ښځه راکوی او کومه ښځه به د یوه بې وزله ، لنډ او تور سړی ښځه شی ؟

««««

پیغمبر اکرم ص جوبیر ته هیله ورکړه او ډاډمن یې کړ او هغه ته یې وفرمایل :ای جوبیره ، خداوند متعال د اسلام په برکت د وګړو ارزښت بدل کړ ، ډیر کسان د جاهلیت په پړاو کی محترم وو خو د اسلام له نظره یې ارزښت او مرتبه نه درلوده او ډیر کسان چی د جاهلیت په پړاو کی خوار او هیڅ نه وو ، خو اسلام دهغو قدر او منزلت لوړ کړ ، خدای تعالی د اسلام په برکت د نسب او کورنۍ په وجه د  جاهلیت ارزښتنونه او ویاړ ختم کړ  اوس ټول خلک که هغه سپین وی که تور ، که عرب وی او که عجم  برابر دی ، هیڅوک په بل برتری نلری خو د تقوا او اطاعت په سویله ، زه په مسلمانانو کی هغه څوک له تا غوره او برتر بولم چی تقوا او عمل یې له تا بهتر وی اوس چی درته کوم حکم درکوم په هغه عمل وکړه .

«««««

د خدای رسول ص له دغو ویناوو وروسته ، جوبیر ته وفرمایل چی د زیاد بن لبید انصاری کور ته ورشی  او د هغه ذلفا د ځان لپاره وغواړی . زیاد د مدینه له شتمنو کسانو وو  او د هغه د قبیلې کسانو هم د  هغه ډیر احترام کاوه ، جوبیر د زیاد کور ته ورغې  او هغه ورځ د زیاد په کور کی د هغه خپل خپلوان  او د قبیلې  ډیر کسان هم موجود وو، جوبیر له سلام او خیر و خیریت له معلومولو وروسته کښنسته او لږ شانته دمه یې وکړه او بیا یې سر اوچت کړ او زیاد یې وویل : زه د خدای د رسول له لوری د تا لپاره پیغام لرم ، پت درته ووایم یا څرګند ؟

زیاد په ځواب کی وویل ، د پیغمبر اکرم ص پیغام زما لپاره ویاړ دې  په څرګنده یې ووایه جوبیر وویل پغمبر اکرم ص زه راوستولم چی ځان لپاره د تا ذلفا وغواړم ، زیاد چی ډیر حیران شوی وو ، وویل پیغمبر پخپله دا خبره تا ته کړی ده ؟ جوبیر ځواب ورکړ ، زه دروغجن نه یم  او له ځانه خبرې نه کوم ، زیاد وویل عجیبه ده زمونږ دود دا ندې چی خپله لور له خپل شانته کسانو پرته بل چا ته ورکړو ، تا ولاړ شه ، زه پخپله رسول ا... مبارک ته ورځم او په دې باره کئې به له هغه حضرت سره خبره وکړم .

«««««

جوبیره خجل او خپه شو او په داسې حال کی چی د زیاد له کوره بهر وته ، ځان سره یې وویل په خدای قسم هغه څه چی قران کریم فرمایلی دی دا ندی چی زیاد یې وایی ، په همدې وخت د زیاد لور ذلفا د جوبیر دا خبره واوریده او خپل پلار ته نږدې ورغله اوهغه ته یې وویل ، پلاره دا څوک وو  او هغه خبرې یې چی وکړې ، مطلب یې څه وو ؟زیاد خپلې لور ته وویل دا کس د تا غوښتلو لپاره راغلې وو  او ادعا یې کوله چی پیغمبر اکرم ص رالیږلې دې .ذلفا وویل پلاره کیدلې شی هغه ریښتیا وایی او په ریښتیا د پیغمبر اکرم ص رالیږلې کس وی اوکه داسې وی نو تاسو د پیغمبر اکرم د حکم نافرمانی کړی ده . زیاد په خپلط کړنې پښیمانه شو  او سملاسی جوبیر پسې ولاړ او له هغه یې بخښنه غوښته  او هغه یې په ډیر درناوی سره خپل کور ته راستون کړ .

««««

زیاد د پیغمبر اکرم ص په خدمت کی حاضر شو او هغه حضرت ته یې عرض وکړ ، یا رسول ا... ، جوبیر زما کور ته راغلله او د تاسو له لوری یې پیغام راوړه ، غواړم ووایم چی زمونږ دود اورسم دا دې چی خپلې لوڼې یوازې خپلو هم رتیه کسانو ته ورکوو ، نو پیغمبر اکرم ص په ځواب کی وفرمایل ، ای زیاده ، جوبیر مومن کس  دی ، هغه څه چی ته ګومان کاوې ارزښت او مرتبه دی ، نن له مینځه لاړ دی ، مومن سړې د مومنې ښځې هم شانه دې ، دې وخت د خدای رسول د جوبیر د ایمان ، صداقت  او ښواخلاقو په باره کی زیاد ته وویل او هغه (زیاد ) په فکر کی پریوته او کله چی کور ته ورسید نو ذلفا ته یې د رسول ا... مبارک ویناوې  بیان کړې ، او له هغې یې وغوښتل چی د جوبیر په اړه فکر وکړی او فیصله وکړی . ذلفا هم د رسول ا... مبار ک په ویناو غور وکړ او له ځان سره وویل ، په ریښتیا هغه څه چی د یوه ژوند ستنې پیاوړی کوی ، د خدای د رسول په وینا ، هماغه صفوتونه دی چی جوبیر یې ټول لری ، ذلفا له مثبت ځوابه وروسته ، زیاد ، خپله لور له جوبیر سره نکاح کړه حتی د ذلفا مهر یې هم له خپلې شتمنۍ وټاکه ، بیا یې جهیز او کور هم خپلې لوراو داماد لپاره برابر کړ او هغو خپل ګډ ژوند پیل کړ .

جوبیر کله چید خدای لطف او مهربانی د ځان په باره کی ولیده نو ویې ویل ، زه یو بې وزله او غریب کس وم کله چی دغه ښار ته راغلم نو هیڅ مې نه درلودل ، اوس د اسلام په وسیله دا ټول نعمتونه زما لپاره برابر شوی دی ای خدایا له تا دیره مننه کوم .