امریکا اروپایی هیوادونو ته خبرداری ورکړ
-
دامریکا حکومت دغه راز د سویفټ غړیو هیوادونو ته هم له ایران سره د بانکي تعاملاتو او دارتباط په اړه خبرداری ورکړی دی .
واشنګټن فری بیکن (The Washington Free Beacon)اینټرنیټ پاڼې نن سهار راپور ورکړ دامریکا حکومت او ولسی جرګې کانګرس (United States Congress)اروپایی هیوادونو ته له ایران سره د تجارتی تعاملاتو د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ او کانګرس اروپایی هیوادونو ته ټینګار کړی دی امریکا به دهغو هیوادونو پرضد چې دایران پرضد دنویو بندیزونو خلاف ورزۍ وکړی د بایکاټ په لګولو کښې هیڅ شک ونکړی .
دامریکا حکومت دغه راز د سویفټ غړیو هیوادونو ته هم له ایران سره د بانکی تعاملاتو او دارتباط په اړه خبرداری ورکړی دی .
له دې مخکې هم دامریکا د ریپبلیکن ګوند لسو(۱۰) سناتورانو په واشنګټن کښې دجرمنی ، انګلستان او د فرانسې سفیرانو ته په لیک کښې دایران پرضد د واشنګټن د بایکاټونو د کمزوری کولو یا ختمولو په اړه اروپایی هیوادونو ته خبرداری ورکړی وو.