امریکا اروپایی هیوادونو ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75267-امریکا_اروپایی_هیوادونو_ته_خبرداری_ورکړ
واشنګټن فری بیکن (The Washington Free Beacon)اینټرنیټ پاڼې نن سهار راپور ورکړ دامریکا حکومت او ولسی جرګې کانګرس (United States Congress)اروپایی هیوادونو ته له ایران سره د تجارتی تعاملاتو د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2018 01:12 Asia/Kabul
  • دامریکا حکومت دغه راز د سویفټ غړیو هیوادونو ته هم له ایران سره د بانکي تعاملاتو او دارتباط په اړه خبرداری ورکړی دی .
    دامریکا حکومت دغه راز د سویفټ غړیو هیوادونو ته هم له ایران سره د بانکي تعاملاتو او دارتباط په اړه خبرداری ورکړی دی .

واشنګټن فری بیکن (The Washington Free Beacon)اینټرنیټ پاڼې نن سهار راپور ورکړ دامریکا حکومت او ولسی جرګې کانګرس (United States Congress)اروپایی هیوادونو ته له ایران سره د تجارتی تعاملاتو د دوام په اړه خبرداری ورکړی دی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ او کانګرس اروپایی هیوادونو ته ټینګار کړی دی امریکا به دهغو هیوادونو پرضد  چې دایران پرضد  دنویو بندیزونو خلاف ورزۍ وکړی د بایکاټ په لګولو کښې هیڅ شک ونکړی .

دامریکا حکومت دغه راز د سویفټ غړیو هیوادونو ته هم له ایران سره د بانکی تعاملاتو او دارتباط په اړه خبرداری ورکړی دی .

له دې مخکې هم دامریکا د ریپبلیکن ګوند لسو(۱۰) سناتورانو  په واشنګټن کښې دجرمنی ، انګلستان او د فرانسې سفیرانو ته په لیک کښې دایران پرضد د واشنګټن د بایکاټونو د کمزوری کولو یا ختمولو په اړه اروپایی هیوادونو ته خبرداری ورکړی وو.