امریکا د ایران د خلکو د اعتراضونو ملاتړ کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75285-امریکا_د_ایران_د_خلکو_د_اعتراضونو_ملاتړ_کوی
فارس خبری اژانس وایی امریکا چې دایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې ډیرې دوسیې لری یوځل بیا دایران د خلکو دملاتړ خبره وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2018 00:35 Asia/Kabul
  • په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره واشنګټن دایران اسلامي جمهوریت پرضد نوی تبلیغاتي جنګ پیل کړی دی .
    په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره واشنګټن دایران اسلامي جمهوریت پرضد نوی تبلیغاتي جنګ پیل کړی دی .

فارس خبری اژانس وایی امریکا چې دایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې ډیرې دوسیې لری یوځل بیا دایران د خلکو دملاتړ خبره وکړه .

د امریکا دبهرنیو چارو وزارت پرون په خپل ټویټر اینټرنیټ پاڼې وویل واشنګټن په ایران کښې  په واټونو کښې دخلکو د اعتراضونو ملاتړ کوی .

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس (Mike Pence) هم د جولاۍ دمیاشتې په درویشتمه(۲۳) نیټه ټینګار کړی وو واشنګټن په ایران کښې په واټونو کښې  د خلکو د اعتراضونو ملاتړ کوی .

هغه ډاګینه کړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت به په ایران کښې د اعتراض کونکو په څنګ کښې ودریږی .

په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره واشنګټن دایران اسلامی جمهوریت پرضد نوی تبلیغاتی جنګ پیل کړی دی چې هدف یې په ایران کښې د ناامنۍ رامینځته کول دی .

امریکا کوشش کوی د ایران پرضد د سختو بندیزونو په لګولو ، داقتصادی جنګ په رامینځته کولو او د روانی دباونو په  راوستلو سره دایران په داخل کښې  دخپګان د رامینځته کولو سبب شی .