امریکا د ایران د خلکو د اعتراضونو ملاتړ کوی
-
په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره واشنګټن دایران اسلامي جمهوریت پرضد نوی تبلیغاتي جنګ پیل کړی دی .
فارس خبری اژانس وایی امریکا چې دایران په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې ډیرې دوسیې لری یوځل بیا دایران د خلکو دملاتړ خبره وکړه .
د امریکا دبهرنیو چارو وزارت پرون په خپل ټویټر اینټرنیټ پاڼې وویل واشنګټن په ایران کښې په واټونو کښې دخلکو د اعتراضونو ملاتړ کوی .
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس (Mike Pence) هم د جولاۍ دمیاشتې په درویشتمه(۲۳) نیټه ټینګار کړی وو واشنګټن په ایران کښې په واټونو کښې د خلکو د اعتراضونو ملاتړ کوی .
هغه ډاګینه کړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت به په ایران کښې د اعتراض کونکو په څنګ کښې ودریږی .
په امریکا کښې واک ته د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره واشنګټن دایران اسلامی جمهوریت پرضد نوی تبلیغاتی جنګ پیل کړی دی چې هدف یې په ایران کښې د ناامنۍ رامینځته کول دی .
امریکا کوشش کوی د ایران پرضد د سختو بندیزونو په لګولو ، داقتصادی جنګ په رامینځته کولو او د روانی دباونو په راوستلو سره دایران په داخل کښې دخپګان د رامینځته کولو سبب شی .