اروپایی اتحادیه له ایران سره داړیکو پراخول غواړی
-
فیډریکا موګریني له اټومي موافقې په وتلو کښې د امریکا اقدام د واشنګټن لخوا د نړیوالو ژمنو خلاف ورزۍ وبلله .
فارس خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی دامریکا له دباو او بایکاټونو سره سره دایران له اسلامی جمهوریت سره د تجارتی او اقتصادی ملګرتیاو او اړیکو په پراخولو ټینګار وکړ .
هغې پرون د سنګاپور د نانیانګ پوهنتون د راجاراتنام د نړیوالو مطالعاتو په پوهنتځی کښې په وینا کښې وویل دتهران پرضد دامریکا له بایکاټونو سره سره اروپایی اتحادیه دایران له اسلامی جمهوریت سره د اقتصادی او د تجارتی اړیکو پراخولو ته هوډمنه ده .
د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست مسولې میرمن فیډریکا موګرینی له اټومی موافقې په وتلو کښې د امریکا اقدام د واشنګټن لخوا د نړیوالو ژمنو خلاف ورزۍ وبلله او ویې ویل د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس راپورونو تل په اټومی تړون کښې خپلو ژمنو ته دایران پاې بندۍ تائید کړی ده .