چين د امريکې په سامانونو پينځويشت فيصده زيات ټېکس ولګوۀ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i75296-چين_د_امريکې_په_سامانونو_پينځويشت_فيصده_زيات_ټېکس_ولګوۀ
د امريکې او چين د تجارتي مقابلې له سختېدو وروسته بيجېنګ د امريکې په سامانونو د ګمرکي ټېکس د زياتولو لپاره د خپلې منصوبې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2018 06:42 Asia/Kabul
  • چين د امريکې په سامانونو پينځويشت فيصده زيات ټېکس ولګوۀ

د امريکې او چين د تجارتي مقابلې له سختېدو وروسته بيجېنګ د امريکې په سامانونو د ګمرکي ټېکس د زياتولو لپاره د خپلې منصوبې خبر ورکړ.

د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د چين د حکومتي شورا د ګمرکي ټېکسونو د مقرراتو کمېټۍ وويل، په داسې صورت کښې چې واشنګټن په چيني سامونونو باندې د ګمرکي ټېکس د زياتولو په اړه خپلو وروستيو دړکو ته عملي جامه واچوي بيجېنګ به په امريکائي سامونونو ګمرکي ټېکسونه له پينځو نه تر پينځويشتو فيصدو زيات کړي.

له دې مخکې هم د چين خارجه وزارت اعلان کړے ؤ چې د امريکې ګواښونکو تجارتي اقدماتو ته به مناسبت او ورته  تلافي کونکے خواب ورکړي.

امريکې په دې وروستيو وختونو کښې ويلي وو چې د چين په دوه سوه ميليارډ ډالري سامانونو به  لس فيصده ټېکس تر ۲۵ فيصده پورې زيات کړي. په همدې لړ کښې رسانه اي سرچينو د امريکې د خزانې دوزير سټيون منوچين او د چين د وزيراعظم د مرستيال او لوړرتبه اقتصادي چارواکي ليو هی ترمېنځ د محرمانه ټيلفوني خبرو اترو خبر ورکړ.اېشيين ټائمز خبري چېنل ادعا وکړه، امريکې په دغو غېر رسمي خبرو اترو کښې غوښتنه وکړه چې چين دې خپله اقتصادي بېلګه ورو ورو بدله کړي او امريکائي شرکتونو ته دې لا زيات قوت ورکړي چې چين دغه غوښتنه ونه منله.